BBC
 شاته

ډانیل کریګ بیا د جیمز بانډ رول لوبوي

د انځور حقوق Getty Images

د جیمز بانډ فلمي لړۍ مشهور فلمي ستوري ډانیل کریګ ویلي، د دغې لړۍ په نوي فلم کې به مرکزي رول ولوبوي.

له امریکايي ټلویزیون سره مرکه کې ښاغلي کریګ ویلي نوي فلم کې به د څارګرې ادارې د افسر رول لوبوي. ډانیل کریګ د جیمز بانډ لړۍ څلورو مخکینیو فلمونو کې مرکزي رول لوبولی، خو تر اوسه یې نه و ویلي، چې نوي فلم کې به رول ولوبوي.

'سټېون کلبر سره د شپې ناوخته ' نومي خپرونه کې نوموړي ویلي له څو تېرو میاشتو راهیسې یې پرېکړه کړې، چې د جیمز بانډ نوي فلم کې باید رول ولوبوي. نوموړي ویلي:

د انځور حقوق Getty Images

'په دې باب مې خبرې کولې او هڅه مې کوله موضوعات څرګند شي. '

نوی فلم به د جیمز بانډ فلمونو د لړۍ پنځه ویشتم فلم وي، چې د ۲۰۱۹ کال نوامبر کې به نندارې ته وړاندې شي. ښاغلي کریګ ویلي دا به د ۰۰۷ شمېرې استخباراتي مامور د رول په بڼه د ده وروستی فلم وي.

هغه تر تېرې ورځې پورې نه منله چې نوي فلم کې به رول لوبوي. تېره ورځ ښاغلي ګریک میجبک بوسټن راډیو سره خبرو کې ویلي و، چې تر اوسه یې په دې باب پرېکړه نه ده کړې.

د انځور حقوق Getty Images

۲۰۰۶ کال کې ؟ډانیل کریګ لومړی ځل د جیمز بانډ فلمونو لړۍ په 'کازینو رویال ' نومي فلم کې مرکزي رول لوبولی و. هغه دغو فلمونو کې د پاریس برازنان ځای نیولی.