BBC
 شاته

امریکايي ځواکونه: ننګرهار کې یې ولسي وګړي نه دي په نښه کړي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا وايي، په ننګرهار کې یې ملکي وګړي نه دي په نښه کړي.

نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د یوه ویاند له قوله لیکي چې تېره ورځ د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوایي برید کې ولسي وګړي نه دي وژل شوي.

د باب پرټیمن په نامه دغه ویاند ادعا کوي چې د امریکایي بمبار اصل هدف هغه وسله وال و چې په یوه موټر کې یې وسلې بارولې.

د پرټیمن په وینا، تر برید وړاندې دغه وسله والو د امریکا هوایي ځواکونو لخوا څارل کېده او تر بشپړ ډاډ وروسته پرې برید شوی.

دی ټینګار کوي چې په برید کې یوازې همدا وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې د هسکې مینې په دې برید کې ښایي ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي وي.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ چارواکو تېره ورځ د برید پخلی کړی او ویلي یې وو چې د دوی پلټنې روانې دي.

خو د امریکایي ځواکونو ویاند تېره شپه ناوخته ویلي چې دا برید په یوه ازاد میدان کې شوی او هلته د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شونتیا، د ده په وینا، صفر وه.

نیوز ویک مجله

د نیوز ویک مجلې په افغانستان کې د امریکایي قراردادیانو په اړه یوه مهمه لیکنه کړې ده.

دا لیکنه تېره اوونۍ په دې مجله کې خپره شوې.

مجله ادعا کوي چې برېتانوي شرکت د افغان ځواکونو د روزنې په پلمه د امریکاف له دفاع وزارته ۵۰ ملیونه ډالره ترلاسه کړي، خو د دې پیسو د لګولو او د افغان ځواکونو د روزنې په اړه یې د دفاع وزارت ته هېڅ حساب نه دی ورکړی.

نیوز ویک وایي چې یاد شرکت له ۲۰۰۸ کال نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې په دې قرارداد کار وکړ.

مجله ادعا کوي چې دې شرکت خپلو یو شمېر جګپوړو مامورینو یا مشرانو ته خورا ګران بیه موټر اخیستل او د دې موټرو پیسې یې هم د امریکا له دفاع وزارت اخیستلې.

مجله وایي په دې مشرانو کې ډېری داسې وو چې له خپله کوره یې کار کاوه، او دا هم نه ده مالومه چې ایا دوی په دې رښتیا هم د افغان ځواکونو په روزنه کې کوم رول درلود.

اوس د امریکا د سنا یوې غړې کلئر مېک کاسکل له پنټاګونه غوښتنه کړې چې په دې اړه دې سپیناوی وړاندې کړي.