BBC
 شاته

نیویارک کي یو مسلمان ملا او د هغه ملګری په ډزو وژل شوی

Image copyright AP

پولیس وایي، د نیویارک کوینز سیمه کې د جومات یو امام او د هغه ملګری په ډزو وژل شوي دي.

دغه کسان جومات ته نژدې پر لاره روان و چې پر سر وویشتل شول. د جومات امام ځای پرځای ووژل شو او د هغه ملګري روغتون کې ساه ورکړه.

۵۵ کلن امام مولا اکونجي دوه کاله مخکې له بنګلدېش څخه نیویارک ته کوچېدلی و.

پولیس وایی، تراوسه داسې شواهد نشت چې وښيي، دا کسان د دوی د عقیدې په دلیل وژل شوي وي.

د کوینز په اوزان پارک کې یو سړی ټوپک په لاس له سیمې د وتلو په مهال لیدل شوی، خو تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

امام اکونجي او د هغه مرستیال طارالدین له فرقان جامع مسجد سره نږدې وژل شوي دي.

د پېښې ځای کې د ځايي مسلمانې ټولنې په لسګونو لاریون وکړه او د "موږ انصاف غواړو" شعارونو ورکړل.

په سیمه کې د ملت الدین په نوم یو کس بي بي سي ته ویلي، چې په اوسني حالت کې ځانونه خوندي نه بولي او دا پېښه، د خپل ځان، راتلونکي او چم ګاونډ لپاره رښتونی ګواښ بولي.