BBC
 شاته

د سوريې منبج ښار بيا نيونه

د سوریې ديموکراتيو ځواکونو ډله چې د امريکا ملاتړ ورسره ملګری دی، وايي د ترکیې له پولو سره نژدې یې له سټراټيزيک پلوه مهم ښار منبج ولکه تر ګوتو کړې ده. دغه ائتلافي ډله چې ډېری یې کوردان دي، وايي د "اسلامي دولت" نومې ډلې وروستي پاتې شوي "اورپکي" له ښاره ايستل شوي دي. ګن شمېر ملکيان چې هلته بند پاتې وو، خوشي شوي دي.