BBC
 شاته

ولسمشر غني هلمند ته تللی

افغان ولسمشر اشرف غني د امنيتي وضعيت ارزولو په موخه نن هلمند ته تللی و. هلمند کې والي دفتر ويلي ولسمشر غني د ګرشک نښتو کې د پوليسو د قربانيانو له کورنيو سره وکتل.

هلمند کې دا تېره نژدې موده د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې زياتې شوې، او پرون په ورڅېرمه کندهار کې د افغان پوځ پر يوې اډې د طالبانو بريد کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي وو.