"بدخشان ولایت کې طالبانو ۳۵ سیمه ییز پولیس وژلي"
په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې دولتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د قومندان په ګډون ۳۵ سیمه ییز پولیس لومړی نیولي او بیا یې وژلي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي کامل بېک حسیني بي بي سي ته وویل چې دغه پېښه د تګاب په ولسوالۍ کې شوې ده.
دی زیاتوي، طالبانو نن د تګاب له ګاونډي ولسوالۍ یمګان له لوري پراخ برید وکړ چې ورسره سیمه ییز پولیس له سیمې په شا شول، خو د تېښتې پرمهال د طالبانو له کمین سره مخ شول.
- بدخشان کې له دوو د یوې پولیسې مړی چې طالبانو وژلې وه پیدا شو
- د بدخشان غرنیو سیمو کې پستې کرل کېږي
- د بدخشان له ماینونو 'پاکو' سیمو کې لا هم ماینونه شته
د ده په وینا، د سیمه ییزو پولیسو قومندان ضمیر هم په وژل شویو کې دی. یو شمېر نور پولیس بیا طالبانو سره جګړه کې ټپيان شوي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۳۵ سرتېري یې وژلي او یو شمېر کلي یې نیولي دي.
خو د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد بي بي سي ته وویل چې د یوه قومندان په ګدون ۱۱ سیمه ییز پولیس وژل شوي او نژدې ۲۰ کسه نور ورک دي.
تر دې وړاندې یوې سیمه ییزې سرچینې بي بي سي ته د طالبانو په لاس د ۴۰ سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
بدخشان ولایت ورځ تر بلې ورځې ناارامه کېږي او طالبانو د خپلو بریدونو او عملیاتونو لمن پراخه کړې ده.