BBC
 شاته

پاکستان د حقاني شبکې په تړا و د امریکا تور بیا رد کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نفیس ذکریا وايي، پاکستان کې طالبان او حقاني شبکه پټنځي نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه کلنی رپوټ رد کړ، چې پکې يې ویلي د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي.

د دغه وزارت ویاند نفیس ذکریا ادعا کړې، چې د افغان طالبانو حقاني شبکه او نورې وسلوالې ډلې د دوی له غاړې افغانستان ته اوښتې او وايي، اوس يې پټنځي په پاکستان کې نه په افغانستان کې دننه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چې تر ډېره پرې نیوکه کېږي، بهرنۍ چارې يې د دوی پر ځای د پاکستاني پوځ په لاس کې دي، دغه ادعا په دې دلیل کوي، چې وايي، په افغانستان کې افغان او امریکايي ځواکونو اکثره وخت د حقاني شبکې قومندانان په عملیاتو کې وژلي دي.

د ویاند په خبره له دې څرګندېږي، چې حقاني شبکه اوس په پاکستان کې نه، په افغانستان کې پټنځي لري.

* افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

* اسلام اباد: د کابل برید ترشا د ملي امنيت تور ردوو

* سرتاج عزیز: افغانستان تورونه لګوي، خو شواهد يې کم راکړي

حقاني شبکه چې د مجاهدينو له پېره يې مرکز شمالي وزیرستان بلل کېږي، پاکستان مخکې هم د دغې ډلې ضد د عملياتو ادعاوې کړې دي.

خو پر پاکستاني پوځ نیوکګر( منتقدان) بیا وايي، دوی د شمالي وزیرستان په شمول په نورو قبایلي سیمو کې یوازې د هغو وسلوالو ضد عمليات کړي، چې دوی ته خطر دي او افغان طالبان او حقاني شبکه يې لاهم پټ ساتلي دي.

خو د پاکستان پوځ د دې برعکس بیا بیا ویلي، د دوی عمليات د هر ډول وسلوالو ضد وي او د هیڅ ښه او بد وسلوال تر منځ يې توپير نه دی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په دې ټينګار وکړ، چې د افغان شخړې هواری د خبرو له لارې ممکن دی او د دې لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر ګام ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا وايي، افغانستان کې ډېری بریدونه پاکستان کې پلان شوي دي.

تېره اونۍ ښاغلي ذکریا په همدې خبري ناسته کې له خبریالانو سره ویلي و، چې افغان دولت دې له طالبانو سره مراعات وکړي، تر څو هغوی خبرو ته حاضر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا کلنی رپوټ داسې مهال خپرېږي، چې پاکستان له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د خیبر په راجګل کې د (خیبرڅلور) عملیاتو اعلان کړی دی.

افغان دولت په دغو عملیاتو اندېښنه څرګنده کړې ، خو د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان دولت دغه اندېښنه بې ځایه وبلله.

په دې خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې د دې عملیاتو تر پېل مخکې يې دوه ځله افغان او نړیوالو ځواکونو ته خبر ور کړی و، چې په همدې سیمه کې عملیات پېلوي.