BBC
 شاته

امریکا بیا ایران د ترهگرۍ اصلي ملاتړی وباله

د انځور حقوق Mehrnews
Image caption د ایران مذهبي مشر د سپاه ډلې کتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دې پایلې ته رسېدلی، چې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی دی.

دوی وايي، تهران په لبنان کې د حزب الله ډلې او په غزه، عراق او د منځني ختیځ په نورو برخو کې د "ترهګرو" ډلو په ملاتړ سره لا هم نړۍ کې د ترهګرۍ لوی ملاتړی دی.

په رپوټ کې راغلي: "ایران پر ۲۰۱۶ کال هم د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه خپل لومړنی رول ساتلی، ځکه د ایران ملاتړ لرونکې ډلې لا هم د امریکا ګټو او ملاتړو ته یې لوی ګواښ دي".

امریکا وايي، تهران لا هم د لبنان د حزب الله ډلې مالي اړتیاوې پوره کوي او په زرګونو جنګیالي یې په خپل هېواد کې روزي.

دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د ترهګرۍ په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړنی رپوټ دی.

* پر ایران بندیزونه؛ هند ته د چابهار پراخولو خنډونه

* پاکستان کې د ایران لوېدلې ډرون الوتکه وموندل شوه

* د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟

امریکا وايي، سپاه پاسدران د ترهګرو د ملاتړ او روزنې لپاره اصلي بنسټ دی.

د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې، "ایران لا هم د عراق، سوریې او یمن په کشالو کې ګډوډوونکی رول لري".

د دې رپوټ له مخې، د سپاه پاسدارن قدس څانګه چې بهرنی ماموریت لري، "د بهرني سیاست د موخو د ترسره کولو، د استخباراتي عملیاتو پټولو او منځني ختیځ کې ګډوډۍ رامنځ ته کولو لپاره کارول کېږي".

په رپوټ کې دا هم راغلي چې ایران په سوریه او عراق کې پر خپل رول ښکاره اعتراف کړی دی.

"ایران پر ۲۰۱۶ کال په عراق کې له داعش سره د مقابلې او سوریه کې د بشار اسد رژیم د پیاوړي کولو لپاره د مختلفو شیعه ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی".

د انځور حقوق MIZAN
Image caption ایران له خپلې خاورې په سوریه کې د داعش مرکزونه په نښه کړل.

امریکا وايي، ایران د پاکستان او افغانستان شیعه وګړو ته په خپل هېواد کې د استوګنې سند او مالي امتیاز د ور کولو په پلمه دوی د بشار اسد رژیم بې رحمه ځپونکې جګړې ته هڅولي دي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې ایرام ملاتړو شیعه وسلوالو په عراق کې اساني حقونه تر پښو لاندې کړي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې ایران په بحرین کې هم شیعه وسلوالو ته وسلې ور کوي او روزي یې.

امریکا لومړی ځل پر ۱۹۸۴ کال ا یران د ترهګرۍ ملاتړی هېواد وباله.