BBC
 شاته

پورن فلمونو ته د ځوانانو او کوچنیانو د لاسرسي اغېز او د مخنیوي لارې

د انټرنېټ له خپرېدو او عامېدو سره، یوه لویه غوټه شوې ستونزه خوندیتوب دی: د خاورې خوندیتوب، د کارځای خوندیتوب، د کورنۍ خوندیتوب او د ځان خوندیتوب.

د هرې برخې له پاره تدبیرونه جلا دي، او د سلګونو میلیونو ډالرو له لګېدو سره سره لا بشپړ خوندیتوب هېچېرې شونی نه دی.

په دې لړ کې تر ټولو زیان منوونکي هغه کوچنیان او ځوانان دي چې د پورن (لغړو) فلمونو او عکسونو له بمبارد سره مخامخ دي.

د برتانیا حکومت په همدې تړاو په ډاګه کړې چې له بل کال نه بربنډې یا پورنوګرافي وېبپاڼې یوازې هغه کسان کتلی شي چې له اتلس کلنۍ اوښتي وي.

بربنډې وېبپاڼې اړې دي چې د قانون له مخې د بل کال له اپرېل نه د کاروونکو د عمر په اړه دا قانوني محدودیت پلی کړي. په برتانیا کې د کوچنیانو د پاسوالۍ ټولنې پروسږکال په یوه رپوټ کې ویلي و چې د بربنډو وېبپاڼو ننداره د کوچنیانو وده او د پرېکړې څرنګوالی اغېزمنوي.

ددې رپوټ له مخې د ۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ ۶۵ سلنه او د ۱۱ او ۱۶ کلونو ترمنځ ۴۸ سلنه تنکیو ځوانانو لغړ فلمونه او تصویرونه کتلي دي.

په افغانستان کې هم د ځيرکو ټېلېفونو او آیپد او تابلیت ډېرېدو او د انټرنېټ پراخېدو لغړو وېبپاڼو ته د لاسرسي شونیتیا ډېره کړې ده.

نن په ګردي راډیويي مېز کې د برتانیا د حکومت وروستۍ پرېکړې ته په پام سره لغړو وېبپاڼو ته د ځوانانو او کوچنیانو د لاسرسي اغېز او د مخنیوي لارې له دې مېلمنو سره څېړو:

د انټرنېټ او نوې ټکنالوژۍ د برخې کارپوه ایمل مرجان، اود پوهنتون استاد او ارواپوه شرف الدین عظیمي.

کوربه: داود جنبش