BBC
 شاته

برتانوي ځوانان د ټولنيزو رسنيو د اغېز له امله د سينګار لپاره بوټاکس لګوي

ويل کېږي بريتانيا کې د هغو ځوانانو شمېر په زياتېدو دی، چې د انټرنېټ رواني فشار له امله د بوټاکس په څېر سينګار توکي کاروي.

برتانيا کې کارپوهان وايي د ټولنيزو رسنيو ځينې پاڼې چې انځورونو ته په کې مثبتې او منفي نومرې ورکول کېږي، له جسمي بڼو سره په تړاو يې د ځوانانو ترمنځ د اندېښنو او رواني نارامۍ کچه زياته کړې ده.