BBC
 شاته

افغانستان کې د کوڅه ډبو سپيو ستونزه

افغانستان کې د ځينو شمېرو له مخې له ۳ تر ۴ زرو کسان هر کال د کوڅو يا لېونيو سپيو له بريدونو سره مخامخېږي، چې ويل کېږي له سلو زيات کسان یې له امله مري.

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو لويو ښارونو کې زرګونه سپي لارو کوڅو کې ګرځي، او ځينې وختونه د ښاريانو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.

د کابل ښاروالۍ څه موده وړاندې ويلي وو، خپل ښار کې د ګرځېدونکو سپيو واکسينولو او شنډولو پروګرام يې پيل کړی دی.

مزار شريف هم د افغانستان له هغو ښارونو دی، چې د لارو کوڅو د سپيو له ستونزې سره مخامخ دی. امير بريال پرې راپور لري.