BBC
 شاته

کرېکټ: افغانستان له هند او سویلي افریقا سره د سيالۍ لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د څلورو یو ورځینو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان د جولای په ۲۶مه له هند سره سیالي کوي

افغان کرېکټ بورډ د سویلي افریقا د الف ټيمونو د درې اړخیزو لوبو لړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.

دا به لومړى ځل وي چې د افغانستان الف لوبډله د سويلي افريقا او هند له الف لوبډلو سره د لوبو په يوې لړۍ کې مخامخېږي.

په پام کې وه چې په دغه لړۍ کې به د هند، اسټرالیا او سویلي افریقا الف لوبډلې سیالي کوي خو ویل کېږي چې د اسټرالیا لوبغاړو د معاش پر سر د راپورته شویو خپلمنځي ستونزو له امله له دغو لوبو سره پرېکون اعلان کړی دی.

همدا دلیل و چې د سویلي افریقا کرېکټ بورډ افغانستان ته د لوبې بلنه ورکړې.

افغان کرېکټ بورډ هم دغه سیالۍ د افغان لوبډلې د مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزمن او ګټور ګام بولي.

د څلورو یو ورځینو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان د جولای په ۲۶مه له هند سره سیالي کوي.

الف لوبډلې عموما د ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي چمتو کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سویلي افریقا کرېکټ اجراییه مشر هارون لورګات وايي "موږ ډېر خوښ یوو چې افغانستان زموږ بلنه ومنله او موږ یې هر کلي ته سترګې په لار یوو".

د افغانستان الف لوبډلې پخوا له زېمبابوې سره لوبې کړې وې خو د سويلي افريقا او هند په څېر پېاوړې لوبډلې به ورته خورا سخته ازموينه وي او له دې لوبو به، که يې پايله هر څه وي، افغان لوبغاړي د راتلونکي لپاره ډېر څه زده کړي.

د سویلي افریقا کرېکټ اجراییه مشر هارون لورګات وايي "موږ ډېر خوښ یوو چې افغانستان زموږ بلنه ومنله او موږ یې هر کلي ته سترګې په لار یوو".

لوګارت زیاتوي، افغانان له کرېکټ سره مينه لرونکی قوم دی، زه هيله لرم چې د افغانستان الف لوبډله به زموږ او د هند له الف لوبډلې سره سخته سيالي وکړي".

له پایلوبې وړاندې به دغه درې لوبډلې له يو بل سره دوې لوبې کوي.

په دې سفر کې د افغان الف لوبډلې سره د ملي لوبډلې روزونکي لال چاند راجپوت هم مل دی.

اعلان شوې لوبډله:

عثمان غني یونس احمدزی افسر ځاځی فرید ملک
احسان جنت ناصر جمال کریم جنت نواز خان
جاوید احمد نجیب ځدراڼ شرف الدین اشرف ابراهیم عبدالرحیمزی
رحمت شاه شفیق الله شفق محمد یمین ضیاالرحمان اکبر
منیر احمد مسلم موسی

د لوبو مهال ویش:

جولای ۲۶: افغانستان او هند

جولای ۲۸: سوېلي افريقا او هند

جولای ۳۰: سوېلې افريقا او افغانستان

اګست ۱: هند او افغانستان

اګست ۳: سوېلي افريقا او هند

اګست ۵: سوېلي افريقا او افغانستان

اګست ۸: پايلوبه