BBC
 شاته

پیشو وژونکی پر شپاړس کاله بند محکوم شو

د انځور حقوق .
Image caption د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې دا پیشوګانې ورکې شوې وې.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سان هوزي ښار کې محکمې هغه کس پر ۱۶ کاله بند محکوم کړ چې ۱۸ پیشوګانې یې وژلې دي.

۲۶ کلن رابرټ فارمر د دې پیشوګانو پټول او له دوی سره تاوتریخوالی منلی دی.

کارپوهان وايي، پر یوه وژل شوې پیشو یې د جنسي تېري شواهد هم موندلي دي.

د محکمې یوه قاضي د هرې وژل شوې پیشو له نوم اخیستلو سره رابرټ فارمر ته سزا واوروله.

* سیلفي اخیستونکي زمریان

* زمرۍ د پړانګ بچي ته شیدې ور کوي

رابرټ فارمر دا جرم په سان هوزي کې پر ۲۰۱۵ کال کړی و.

نوموړی د همغه کال پر اکتوبر کې له یوې وژل شوې پیشو سره په خپل ګاډي کې ویده و، په ګاډي کې یې د پیشو وېښتان هم خواره واره و.

پر ۲۰۱۵ کال ټولې پیشوګانې د سان هوزې له کیمبرین پارک سیمې ورکې شوې، په دوی کې ځینې مړې وموندل شوې.

وروسته په امنیتي کمرو کې معلومه شوه چې یو سړی د ګوګو په نوم ۱۷ کلنه پیشو پورته کوي، وروسته ځايي خلکو پولیسو ته دغه کس رابرټ فار مر وښود.

ګوګو نومې پیشو هم په دې همدې ورکو شویو پیشوګانو کې وه.

د انځور حقوق .
Image caption رابرټ مولر له ۱۸ کاله بند وروسته تر ۱۰ کلونو ژوي نشي ساتلی.

له څېړنو پلټنو وروسته رابرټ فارمر ومنله، چې ۱۸ پیشوګانې یې وژلې او ۳ یې ټپي کړې دي.

د نوموړي له خولې یې وکیل په لیک کې وايي: "داسې ښکاري چې دا جرم یو بل چا کړی، خو زه پوهېږم چې دا زه وم، مګر په دې پوهېدل ګران دي چې ولې ما داسې وکړل، ما د دوی کورنۍ ولوټله، دا حقیقت منل پکار دي چې زه په ځان نه پوهېدم او د دې سپیناوی هم نشته.

خو محکمه د نوموړي دا لیک د خواخوږۍ پیدا کولو لپاره بولي او غور پر نه کوي".

له ۱۶ کاله بند تېرولو وروسته رابرټ فارمر له ځان سره تر لسو کلونو کوم ژوی ساتلی نه شي او نه به هم کیمبرین پارک ته نږدې پرېښودل کېږي.