د ګمرکونو نړيوال سازمان له افغانستان سره د ګمرکونو په عصري کولو کې مرسته کوي
د ګمرکونو نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د ګمرکونو په عصري کولو کې به له دې هېواد سره مرسته وکړي.
افغانستان د ګمرکونو له نړيوال سازمان سره تړون لاسليک کړی چې پربنسټ به يې د افغانستان د ګمرکونو کارکونکي د نویو تجربو ترلاسه کولو لپاره هند، یوګنډا او آذربایجان ته ولېږل شي.
د افغانستان د مالیې وزیر اکليل حکيمي وايي، وروسته له دې به د نړۍ له هېوادنو سره د لا ښو اړیکو لپاره له افغانستانه د ګمرکونو نړیوال سازمان ته استازی واستوي چې له دې سره به افغانستان د نړۍ د هېوادونو د اقتصاد برخه شي.
- ''د کونړ نښترو پاخه لرګي له محصول پرته ټول هېواد ته وړل کېږي''
- کویټ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره
- "د افغانستان د تېلو د مالیې سلګونه میلیونه ډالر ضایع کېږي"
ښاغلی حکیمي وايي، که زموږ ګمرکونه ګاونډیو او سېمه ېیزو هیوادونو ته اسانه شرایط برابر کړي وبه کولی شو چې سوداګري او ترانزیت ته لا نوره وده ورکړو.
د ګمرکونو د نړیوال سازمان سکرتر جنرال کانیو مکوریا، د افغانستان د ګمرکونو ادارې نوې وبللې او وايي هڅه به وکړي چې دا له جګړو وروسته ودانې ادارې په نوي سیسټم جوړې کړي کارکونکي به یې وروزي او ادارې به یې له نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي.
ښاغلی مکوریا وایي په دې سره به سوداګري اسانه شي او د بې کیفیته او ناقانونه توکو له راوړلو به مخنیوی وشي.
نوموړی وایي د ګمرکونو سازمان ۱۸۲ غړي لري او هڅه کېږي چې دا ټول لکه ځنځیر له یو بل سره ونښلوي.
د ښاغلي مکوريا په وينا، "افغانستان د سیمې په کچه د هېوادونو د نښلولو یوه څلور لارې ده چې ګټه یې یوازې افغانستان ته نه، ټولې نړۍ ته رسېږي. اوس وخت د ټولې نړۍ هېوادونو اقتصاد لکه ځنځیر سره نښلول شوی که یوه کړۍ هم کمزورې شي ټول ځنځیر ته زیان رسیږي".
افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د ګمرکونو د نړیوال سازمان غړی شو خو د مالیې د وزیر په وینا د دغه سازمان له اسانتیاو یې لا ګټه نه ده اخیستې.
اوس مهال ډېر خلک د افغانستان په ګمرکونو کې له فساد او بډو شکايت لري. سوداګر وایي پرته له بډو ورکولو ګرانه ده چې سوداګریزو توکي یې له ګمرکونو بهر شي.