شاپور خپل تاریخي کمیس د شاهد اپریدي بنسټ ته ډالۍ کړ
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې چټک توپغورځوونکي شاپور ځدراڼ د کریکټ لوبو کمیس د کریکټ د نامتو پښتون ستوري شاهد اپريدي خیریه بنسټ ته ډالۍ کړی او هغه یې هر کلی کړی دی.
شاپور ځدران ډالۍ کړی کمیس د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د افغانستان او ایمسيسي لوبډلو تر منځ لوبه کې پر تن کړی و.
شاهد اپريدي د شاپور ځډران له ډالۍ مننه کړې او د شاهد اپريدي په نامه جوړ شوي دغه بنسټ ته یې یاده ډالۍ له ارزښته ډکه بللې ده.
شاپور ځدراڼ په یاده لوبه کې د مصباح الحق په ګډون د سیالې لوبډلې ۳ توپوهونکي وسوځول.
د افغانستان د کریکټ د ملي او ایمسيسي لوبډلو ترمنځ لوبه د روانې میاشتې په ۱۱مه په لارډز لوبغالي کې تر سره شوه.
لارډز لوبغالی چې د کریکټ د کور په نامه یادېږي افغان لوبډلې پکې خپله لومړنۍ تاریخي لوبه تر سره کړه.
د افغانستان د کریکټ د ملي او ایمسيسي لوبډلو ترمنځ لوبه د باران د اورښت له امله مساوي اعلان شوه.
"د افغانستان کرېکټ به زما د نسل د سپورټ تر ټولو ستره کیسه وي"
لندن کې د افغانستان او اېم سي سي ترمنځ کرېکټ لوبه د انځور په ژبه
شاهد اپریدي پېښور زلمي لوبډله پرېښوده
د شاهد اپريدي خیریه بنسټ د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې جوړ شو چې په ټولنه کې د بې وزلو او اړمنو د ژوند کچې لوړولو په برخه کې کار کوي.
د دغه بنسټ لومړنی کار د کوهاټ په تنګي بانډه کې د یوه خیریه روغتون جوړول و.
دغه بنسټ په خیبر پښتونخوا کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې هم کار کوي.