BBC
 شاته

تښتېدلی بندي له ۳۲ کلونو وروسته ونیول شو

سټیون دیشمن په ۴۶ کال د غلا په جرم په بند محکوم شوی و د انځور حقوق ARKANSAS DEPARTMENT OF CORRECTIONS
Image caption سټیون دیشمن په ۴۶ کال د غلا په جرم په بند محکوم شوی و

یو امریکایی بندي چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې له ارکانزاس زندانه تښتېدلی و، د ارکانزاس ایات شمال لوېدیځ سپرینګدیل ښار کې بېرته ونیول شو.

ستیون دیشمن چې اوس ۶۰ کلن دی، په ۱۹۸۵ کال هغه مهال چې د غلا په جرم په اوه کاله بند محکوم شوی و، له ارکانزاس زندانه وتښتېد.‌

هغه په ۱۹۸۴ کال په بند محکوم شوی و، که زندان کې پاتې شوی وای ښايي د ۱۹۸۷ دسمبر میاشت کې د بښل شوو لست کې راغلی وای.

پر فیسبوک د لایکونو مین دوه کاله بندي شو

فیل وژونکی 'شیطان' ولې بندي شو؟

د مجرم همڅېره له ۱۷ کلونو بند وروسته خوشی شوی

د ارکانزاس ایالت د زندانونو چارو یوه چارواکي د ښاغلي دیشمن له بېرته نیول کېدو وروسته وویل، هغه باید زندان کې د بند پاتې موده تېره کړي.

پردې سربېره، هغه ښايي له زندانه د تښتېدو په جرم څو کاله نور هم بندي شي.

ارکانزاس زندان لاهم د هغو څلورو نورو بندیانو د موندلو لټه کې دی چې په تېرو څو کلونو کې یې له دې زندانه پښې سپکې کړې دي.