BBC
 شاته

د وېنیزویلا کړکېچ: چورلکې پر سترې محکمې "برید" کړی

هغه افسر چې ځان اسکار پرز معرفي کوي، پر انسټاګرام یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده د انځور حقوق Instagram
Image caption هغه افسر چې ځان اسکار پرز معرفي کوي، پر انسټاګرام یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده

د وېنیزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هغه پېښه "ترهګریز عمل" بللی، چې یوې چورلکې د دغه هېواد پر سترې محکمې د بمبارۍ هڅه کړې ده. د دولت په وینا، د پوځ یوه افسر د پلازمېنې کاراکاس پر اسمان چورلکه چورلولې ده.

د وېنیزویلا یوه وزیر ویلي، چورلکې د کورنیو چارو پر وزارت ۱۵ ډزې کړې او څلور ګرنېټه یې د سترې محکمې پر ودانۍ هم غورځولي دي.

پر خواله رسنو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې یوه چورلکه د ښار پر اسمان چورلېږي او هلته د ځینو ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

اټکل دی چې دغه پوځي افسر په یوه وینا کې دولت غندلی دی.

تر اوسه په برید کې د وژل شویو یا ټپي شویو خبر نه دی ورکړل شوی.

څه باندې دوې میاشتې وړاندې لاریونیانو نژدې هره ورځ د نیکولاس مادورو په مشرۍ د کیڼ لاسي دولت پرضد لاریونونه کول چې دغه هېواد یې له پراخ سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ کړی و.

د څارنوالۍ د شمېرو له مخې، په لاریونونو او تاوتریخوالو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ښاغلي مادورو وویل، په تازه برید کې ګرنېټ هم کارول شوي چې په وینا یې د پېښې عاملین به ونیول شي.

د "مجرم دولت" مخالفت

د انځور حقوق Magnum Photos
Image caption ښاغلی مادورو له دولت ضد لاریونونو او مخالفت سره مخامخ دی

د پېښې اصلي عملي کوونکی افسر چې ځان اسکار پرز معرفي کوي، پر انسټاګرام یوه خبرپاڼه هم خپره کړې ده چې ترڅنګ يې مخ پټي وسله وال کسان ولاړ دي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د وینیزویلا د "مجرم دولت" مخالفت وکړي.

دی وايي: "موږ د پوځي کارکوونکو، پولیسو او ولسي خلکو د ټلوالې یوه برخه یو، چې ټول د مجرم دولت په مخالفت کې راپورته شوي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption کاراکاس کې د سترې محکمې ودانۍ چې ګرنیټ پرې غورځول شوي

"موږ له هېڅ کوم سیاسي خوځښت یا ګوند سره تړاو نه لرو. موږ ملتپال، وطندوست او بنسټپال یو."

دی وايي: "جګړه" مو د امنیتي سرتېرو پروړاندې نه ده، بلکې "د مجازاتو په اړه د دولت د معافیت پرضد ده. د ظلم پرضد ده."

ښاغلي مادورو له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په وینا کې ویلي: "ما د سولې د دفاع لپاره ټول وسله والو ځواکونه چمتو کړي دي."

"ژر یا وروسته به دغه چورلکه او هغه کسان ونیسو چې دغه ترهګریز عمل یې کړی."