تاجکستان څنګه کورنۍ جګړه پای ته ورسوله
د جون ۲۷ مه تاجکستان کې د جګړې د پای کليزه ده. شل کاله مخکې پر همدې ورځ د تاجکستان حکومت او اسلام پالو مخالفانو يې د سولې یو تړون په لاسليکولو دغه هېواد کې پنځه کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسوله.
اوس دا نېټه تاجکستان کې د يووالې ورځې په نامه يادېږي او هرکال په جشنونو او خوښيو لمانځل کېږي.