ټرمپ د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي اوږد دود مات کړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د روژې میاشتې وروستیو کې د روژه ماتي ۲۰ کلن دود پای ته رسولی دی.
دغه دود د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلنټن د ولسمشرۍ له کلونو راهیسې هر کال ترسره کېده.
د رپوټونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ددغو مراسمو د ترسره کېدو وړاندیز رد کړی. په مې میاشت کې رویټرز خبري اژانس وویل، ښاغلي ټیلرسن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دیني او د نړیوالو چارو ادارې ته سپینه ماڼۍ کې د روژې د وروستي روژه ماتي ترسره کولو وړاندیز رد کړی دی.
- "ټرمپ پر پاکستان کړۍ را تنګوي"
- سعودي چارواکي:" پر مکې حرم د ترهګریز برید پلان شنډ شوی"
- مودي وايي پاکستان کې زموږ "هدفي بریدونو"د هند ځواک ثابت کړ
ټرمپ د ولسمشریزو منډو ترړو پرمهال په اسلامي ضد څرګندونو مشهور و چې ډېرې نیوکې پرې وشوې.
ښاغلي ټرمپ د کوچني اختر په اړه په یوه خبرپاڼه کې د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې ده.
د امریکا ولسمشر خبرپاڼه کې لیکلي: "زه او میلانیا د امریکا د دولت په استازیتوب هغو مسلمانانو ته اختر لمانځي د کوچني اختر مبارکي وایم."
د امریکا د ولسمشر د اختر مبارکۍ پیغام کې دا هم راغلي چې: "امریکا د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره ولاړه ده".
ویل کېږي د افطاري دغه مراسم په ۱۸۰۵ کال د ولسمشر توماس جفرسن له خوا په لومړي ځل د تونس د استازي لپاره سپینه ماڼۍ کې پیل شول.
هیلري کلنټن په ۱۹۹۶ کال، چې هغه مهال لومړۍ مېرمن وه، دا دود بېرته ژوندی کړ.
له ۱۹۹۹ کال راهیسې د سپینې ماڼۍ روژه ماتی هر کال په یوه دود بدل شو چې د امریکا د وتلو مسلمانو مشرانو، دی پلوماتانو او قانون جوړوونکو په حضور به ترسره کېده.