مودي: پاکستان کې زموږ "هدفي بریدونو"د هند ځواک ثابت کړ
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي امریکا کې ویلي هند هغه مهال نړۍ ته " خپل ځواک ثابت کړ" چې په پاکستان کې یې " هدفي بریدونه"وکړل.
ښاغلی مودي امریکا ته په رسمی سفر تللی دی او د دغه هېواد ورجېنیا ایالت کې یې هندي توکمه امریکایانو ته په وینا کې د هند پر "زغم " او "ځواک" ټینګار وکړ.
هغه وویل، دغې پېښې وښودله چې هند "له زغمه کار اخلي خو چې اړتیا پېښه شي خپل زور هم ښيي. "
تر دې وړاندې هندي مشر د اپل د مشر ټم کوک او د ګوګل سوندر پېچای په ګډون د ۲۰ سوداګریزو شرکتونو له مشرانو سره وکتل.
ټاکل شوې ده چې نومړی نن د امریکا له ولسمشرډونلډ ټرمپ سره وګوري.
- هند د پاکستان پولې ته څېرمه 'بمباري' کړې
- هندوستان ټایمز- هند د پاکستان پر وړاندې کافي حوصله کړې
- پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ
تېر کال سپټمبر میاشت کې د کشمیر د لانجمنې کرښې په اوږدو کې د هند له خوا د "هدفي برید" ادعا پاکستان رد کړله.
دا اصطلاح پر یوه سیمه د کره هوايي برید او یا پوځيانو د پیاده کولو په مفهوم کارېږي.
وروسته بیا د بي بي سي له خوا ترسره شوې څېړنې وښودله چې د "عملیاتي هوايي برید" د اصطلاح له کارولو سره سره هند د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې دننه د اورپکو د ځپلو لپاره سرتېري نه وه ښکته کړي او نه یې هم د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې ځمکني عملیات کړي ول.
خو دوی کشمیر کې له هغې بېلوونکې کرښې نژدې یو کیلومتر تېر شوي ول چې هندي او پاکستاني برخې یې سره بېلوي.