د عکسونو البوم: ولسمشرۍ ماڼې کې د اختر مراسم
-
Arg
ولسمشر غني له لمانځه وروسته پر وسله والو د سولې غږ وکړ.
-
Arg
تېره روژه افغانستان کې ترټولو خونړۍ میاشت وه. په کابل او ځینو ولایتونو کې د مخالفو وسله والو بریدونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله.
-
Arg
"سوله زموږ غوښتنه ده خو شرایط زموږ واضع دي. وسله وال کسان چې هره ورځ زموږ ولس د غم په ټغر کینوي روښانه وایم چې تاسې وخت نه لرئ."
-
Arg
ولسمشر له وسله والو مخالیفونو وغوښتل چې خپله پرېکړه وکړي او که افغانان وي نو له سولې له بهیر سره دې یوځای شئ.
-
Arg
غني: مخالفین او د هغوی ملاتړي یوازې دي او د افغانستان حکومت او خلک د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ملاتړ لري.
-
Arg
افغان ولسمشر وايي د خلکو په غوښتنه په څو اونیو کې د کابل ښار لپاره امنیتي او اقتصادي پلانونه اعلان کړي.
-
Arg
ولسمشر غني د مکې پر جومات برید وغنده او ویې ویل چې د ټولو مسلمانانو او د اسلامي نړۍ دنده ده چې ساتنه یې وکړي.
-
Arg
ولسمشر غني د افغان هندوانو او سیکانو سره اختر مبارکي وکړه
-
Arg
غني: دولت هېڅکله نه شي کولی له خلکو مخ واړوي. هغه وویل، هره ستونزه چې پیدا شي باید د مشورې و تدبیر له لارې حل شي.
-
Arg
ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.
-
Arg
له تېرو څو کلونو را هیسې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر کرزي پر وسله والو طالبانو د سولې غږ کړی خو طالبانو دغه وړاندیزونه رد کړی.