په ځوانانو کې د محمد بن سلمان د محبوبیت راز
د سعودي عربستان د پاچا د ولیعهد په توګه د شهزاده محمد بن سلمان ټاکل کېدل حیرانوونکي ښکاري.
کله مې چې په ۲۰۱۳ کال په جده کې له هغه سره ولیدل، نو ځان یې وکیل را وپېژاند او چلند یې هم وکیلانو ته ورته و، خو اوس هغه د عربي نړۍ د پیاوړي هېواد ولیعهد ټاکل شوی دی.
محمد بن سلمان په یمن کې پر بې پایلو او زیانمنو پوځي ماموریتونو سربېره، پخپل هېواد په ځانګړي ډول ځوانانو کې ځانګړی محبوبیت لري.
نوموړي په دولتي ادارو کې د بې ګټو او لوړپوړو چارواکو په ځای هغه ځوان تیکنوکراتان په دندو وګومارل چې په لوېدیځ کې یې زدکړې کړې وې.
- د سعودي پاچا د وراره پرځای خپل زوی ولیعهد ټاکلی
- د سعودي یو شهزاده د قتل په جرم اعدام شو
- سعودي شهزاده خپل ۳۲ ميليارډ ډالره خيريه چارو ته ورکوي
محمد بن سلمان د سعودي عربستان لپاره د ۲۰۳۰ کال لیدلوری (ویژن ۲۰۳۰) هم چمتو کړی دی.
پر دې سربېره یې د سعودي عربستان د تېلو د دولتي کمپنۍ (ارماکو) د یوې برخې د پلور اعلان هم کړی دی.
شهزاده محمد بن سلمان له واشنګټن او ټرمپ سره ښې اړیکي رغولې دي، خو د هغه لپاره ستر او له خطره ډک کار به د سعودي پر مذهبې کړۍ فشار راوړل وي.
- سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه
- سعودي شهزاده په برتانيا کې محاکمه بایللې
- د سعودي شهزاده پخوانۍ يهوده ميرمن مړه که وژل شوې؟
واشنګټن په دې کار خوشالېږي، خو د سعودي نور ملګري هېوادونه بیا دغسې یو څه نه غواړي.
نوی ولیعهد محمد بن سلمان چې کله مرستیال ولیعهد و، نو د یمن او سعودي عربستان د جګړې، د تېلو د زېرمو تر خلاصېدو وروسته سعودي عربستان او نورو برخو کې تګلارې جوړې او پلې کړي دي.