شاته

غني:د پولیو ضد مبارزه کې خپلو بچو سره دښمني مه کوئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یو ویډیويي کنفرانس له لارې ټولو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د پولیو د له منځه وړلو د ملي پروګرام په تطبیق کې دې د ادارو په ګډې همغږۍ کار وکړي.

هغه ویلي چې د هغو کسانو د کورنیو سره باید مرسته وشي چې د واکسینو په تطبیق کې یې خپل ژوند له لاسه وکړی دی.

نوموړي ویلي:" واکسیناتوران هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر د هېواد د ماشومانو ژوند او روغتیا ساتنه کوی او څوک چې دوی ته تهدید کوي، په حقیقت کې د خپلو اولادونو روغتیا ګواښي".

ولسمشر محمد اشرف غني د پولیو په له منځه وړلو کې د قومي شوراګانو،علماو ، قومي سپینږیرو او مدني فعالانو رول مهم ګڼلی او وايي دغه طبقې دې د واکسینو په پروسه کې مرسته وکړي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فیروز هم خبرې وکړې او ویې وویل: "د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د بیړني عملیاتي ملي مرکز پر تشکیل سربېره یې د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې درې عملیاتي بیړني مرکزونه جوړ کړي چې په کابل کې ملي عملیاتي پروګرام سره مسقیم ارتباط لري".

په افغانستان او پاکستان کې لاهم دغه ناروغي د ماشومانو ژوند ګواښي.

په افغانستان او پاکستان کې لاهم دغه ناروغي د ماشومانو ژوند ګواښي.

هغه وویل دغه مرکزونه په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې چې د پولیو ویروس خطر په کې زیات دی، تاسیس کړي دي.

نوموړي وویل چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې یې د وزارتونو سره سره له نړیوالو ادارو او پاکستان سره په بېسارې توګه همغږي رامنځته کړې خو ددولت له ولکې وتلې سیمې یې د دغه پروګرام پر وړاندې لوی خنډونه وګڼل.

په دغه کنفرانس کې د حج او اوقافو وزیر او یو شمېر والیانو هم خبرې وکړې او وې ویل چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې به د بې طرفۍ په رعایت سره هڅه وکړي چې د دغې ناروغۍ په لمنځه وړلو کې کوششونه وکړي.

په روان میلادي کال کې د افغانستان په کچه د پولیو شپږ مثبت پېښې ثبت شوي چې څلور یې په کونړ، یوه په هلمند او بله د کندهار په ولایت کې ده .

د نړۍ په کچه د پولیو وایروس له منځه وړل شوی خو په افغانستان او پاکستان کې لاهم دغه ناروغي د ماشومانو ژوند ګواښي.

د عامې روغتیا وزارت ا علان کړی چې د روان ۲۰۱۶ میلادي کال تر اخره به د افغانستان په کچه د پولیو ګردش ودروي.