BBC
 شاته

له داعش سره شپږ یوځای کېدونکي نیول شوي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د یوه ایراني او درو پاکستانیانو په ګډون یې هغه شپږ کسان نیولي، چې غوښتل یې له اورپکې ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې سره یوځای شي.

سرچینې پر فیسبوک د نیول شویو کسانو یوه وېډیو هم خپره کړې چې وايي، پاکستان کې د عبدالرحمن په نوم یوه کس یې افغانستان ته د تللو لارې چارې سمبالولې.

یو نیول شوی وايي، کله چې افغانستان ته راغی او دلته یې پخپلو سترګو د افغانستان وضعیت ولید، پر خپلو کړنو پښېمانه شو.

دی وايي، ځینو خلکو چې ورته وویل، داعش ډله له عامو خلکو سره تر خپلې وسې زورزیاتی کوي، نو دوی هم هوډ وکړ چې له دغې ډلې سره یوځای نه شي.

کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی

خو معلومه نه ده چې ایا دغو کسانو له نیول کېدا وروسته له وېرې دا څرګندونې کړې او که رښتیا هم د خپل زه حال یې ویلی.

یو نیول شوی وايي، ځینو ملګرو یې ورته وویل، که یوځل له داعش سره یوځای شوئ، بیا به تر مرګه ترې وتل ناشوني وي، همدا وو چې ده دې کار ته زړه ښه نه کړ.

دی وايي، د خیبر پښتونخوا نوښار کې د عبدالرحمن په نوم یو کس، چې ظاهراً یې ځان افغان ښکاره کاوه، دیو یې له داعش ډلې سره یوځای کېدو ته هڅول.