افغانستان: د سردار محمد داوود خان روغتون برید په تړاو ۱۰ پوځي افسران په بند محکوم شوي
په افغانستان کې یوې پوځي محکمې د دریو جنرالانو په ګډون ۱۰ افسران پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په تړاو له یوه تر دوو کلونو بند محکوم کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه کسان د دندې پر مهال د وظیفوي غفلت له کبله په بند محکوم شوي دي.
په هغه برید کې، چې داعش ډلې ویلي و دوی کړی دی، ۵۱ کسان وژل شوي وو او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي وو.
امنسټي' د کابل پر پوځي روغتون بريد جنګي جنايت وبالۀ
پر روغتون برید: نهه افسران له دندو ګوښه شول
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي د محکمې د پرېکړې له مخې درې تنه جنرالان او اووه افسران د دندې پر مهال د غفلت له کبله له یوه تر دوو کلونو بند محکوم شوي دي.
د ښاغلي وزیري په وینا شپږ تنه نور چې به دې پېښه کې تورن بلل شوي وو سپین ختلي دي.
دغه پرېکړه لومړنۍ محکمې کړې او محکوم کسان د استیناف یا بیا کتلو غوښتنې حق لري.
د دفاع وزارت ویاند وايي د سردار محمد داوو خان پر روغتون د برید په تړاو ۲۰ تنه نور لا هم په توقیف کې دي چې محکمه به یې ژر په اړه پرېکړه وکړي.
په دغه ډله کې امنیتي او اطلاعاتي کارکونکي او په برېد کې مشکوک ښکېل کسان بلل کېږي.
وسله والو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د سردار محمد خان پر څلور سوه بستریز روغتون برید وکړ او ۵۱ تنه یې ووژل.