آریانا سعید ناندریز کالي وسوځل
افغان سندرغاړې آریانا سعید هغو کالیو ته اور ورته کړی، چې د یوه کنسرت پر مهال یې د اغوستو له کبله یو شمېر کسانو پرې نیوکې کړې وي.
اریانا سعید د مې پر ۱۴مه د فرانسې مرکز پاریس کې یو کانسرټ درلود او د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د نوموړې پر هغو کالیو اعتراضونه کړي وو، چې اریانا د کنسرت پر مهال اغوستې وې.
د فېسبوک ځینو کاروونکو د نوموړې دغه کالي د افغان دود او کلتور خلاف بللې وو او ځینو نورو یې بیا دفاع کړې وه.
خو اریانا سعید نن پر فېسبوک پاڼه په داسې حال کې راڅرګنده شوه، چې د پاریس کنسرت کې اغوستي کالي یې د لندن خپل کور کې پر یوه لرګي ټومبلي وو.
- اریانا سعید: لنډ فکره خلک د بچه بازۍ پرځای زما پر جامو نیوکه کوي
- نغمه وايي ښځينه سندر غاړې لوى زړۀ غواړي
- آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه
نوموړې ویډیويي کلیپ کې لومړی خواشیني څرګنده کړه، چې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د دې له کالیو یوه ناندریزه موضوع جوړه کړه.
نوموړې وویل، هغه کالي چې دې د کنسرت پر مهال اغوستي وو، عادي کالي وو، چې هنرمندان یې د موسیقۍ کنسرتونو کې اغوندي، خو په وینا یې د رڼا او سکرین شاټونو د تصویرونو له کبله ځینو کسانو نا مناسب بللي وو:
''موږ د دې پر ځای چې د خپل هېواد پر مهمو ستونزو خبرې وکړو، د بې ارزښته مسایلو پر سر یوه بل ته کنځل کوو او د یوه بل سپکاوی کوو. ''
له هغه وروسته نوموړې ویډیويي کلیپ کې داسې حال کې لیدل کېږي، چې هغو کالیو ته اور ورته کوي او وايي دا کار د دې لپاره کوم، چې پر دغو کالیو د اعتراض کوونکو پام د دې په وینا د افغانستان مهمو مسایلو نه واوړي.
اریانا د کالیو له سوځولو وروسته وايي، هیله یې دا ده، چې د نا امنیو، بې وزلۍ او ښځو او ماشومانو سره د زور زیاتي په څېر مسایلو ته د خلکو پام واوړي او نور د دې د کالیو څرنګوالي بحث پای ته ورسېږي.