BBC
 شاته

'جیمز بانډ' روجر مور ومړ

روجر مور د انځور حقوق Reuters
Image caption مور د جیمز بانډ په ۶ نورو فلمونو کې هم د اتل په رول کې ولوبېد

د انګلستان مشهور سریال کې د مشهوراتل اتل جیمز بانډ په نوم لوبېدلې څېره سر روګر مور په ۸۹ کلنۍ کې ومړ.

د نوموړي کورنۍ د ده د مرګ خبر پر ټویټر خپور کړی. موري په (۷اوم) جاسوسي سریال کې په زړه پورې رول لوبولو له کبله ډېر مینه وال پیدا کړل.

د انګلستان دغه نامتو فلمي ستوري د سرطان ناروغۍ لامله د سې شنبې په ورځ ساه ورکړه.

د نوموړي کورنۍ پر ټویټر لیکلي: "د زړه په درد اعلان کوو چې زموږ خوږ پلار سر روجر مور له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته نن په سویس کې ساه ورکړه."

جیمز بانډ ته ملګرو ملتونو د وژلو پرځای د ژغورنې جواز ورکړ

جیمز بانډ افغانستان ته په ناڅاپي سفر ورسېد

د "ژي ژي" فلم ستوری لویس ژوردان ومړ

مور په ۱۲ کلن هنري کار او د جیمز بانډ په رول کې د لوبېدو له کبله په نړیواله کچه ډېر مشهور او میلیونر شو.

ښاغلي مور خپل هنري کار د تېرې پېړۍ شپېتمه لسیزه کې پیل کړ، خو د شهرت پوړۍ ته په ۱۹۷۳ کال هغه مهال ورسېد، چې په "Live and Let Die" فلم کې د بانډ په رول کې ولوبېد.

مور د جیمز بانډ په ۶ نورو فلمونو کې هم د اتل په رول کې ولوبېد، چې وروستی هغه یې د " A View to a Kill" په نوم و. هغه مهال (۱۹۸۵) د نوموړي عمر ۵۷ کاله و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سر روجر مور په ۸۹ کلنۍ له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په درشل کې ومړ
د انځور حقوق Getty Images
Image caption سر رور مور درې بچیان لري. ښځه یې کریسټینا تولسټرپ نومېږي

په وروستیو کلونو کې روجر مور په بشري فعالیتونو کې ځان ډېر ښکېل کړ، په تېره بیا د بې وزله ماشومانو د مرستو راغونډولو کې د یونیسف سازمان د سفیر په توګه وټاکل شو.

د مور اولاد وايي، پلار یې له یونیسف سره فعالیت د خپل ژوند "تر ټولو لویه لاسته راوړنه" بلله.

خاورو ته د نوموړي د سپارلو مراسم به په موناکو کې ترسره شي.

د انځور حقوق PA
Image caption د مور اولاد وايي، پلار یې له یونیسف سره فعالیت د خپل ژوند "تر ټولو لویه لاسته راوړنه" بلله.