روسیې ته د اردوغان سفر لوېدیځ اندېښمن کړی
ترکیه کې د جولای ۱۵مې ناکامې کودتا له هڅې وروسته ددغه هېواد په کورني او بهرني سیاست کې بدلون لیدل کېږي. د ترکیې په کورني او بهرني سیاست کې بدلون تر سترګو کېږي چې د جولای ۱۵مې ناکامې کودتا له هڅې سره نور هم چټک شوی دی.
له متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې سره د ترکیې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند اوسنیو سړو اړیکو ته په پام سره، تر ناکامې کودتا وروسته د رجب طیب اردوغان لخوا لومړني بهرني سفر لپاره د روسیې غوره کول یو سمبولیک اهمیت لري. دې وضعیت لوېدیځ مشران اندېښمن کړي دي.
امریکا هم له دې امله تر فشار لاندې ده چې د ترکي دولت له خوا د کودتا پر پلانولو تورن مذهبي مشر فتح الله ګولن وروسپاري.
خو د سې شنبې سفر په کړکېچن وضعیت کې د لوېدیځ څرګند او باوري ملاتړ نه لیدو ته په ځواب کې د ترکیې دولت ناڅاپي پرېکړه نه ده او نه هم چټک ملاتړ ښوولو له امله د پوتین ستاینه ده، بلکې د دې مسالې مخینه نوره هم ورهاخوا ده.
څو کلونه پخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او بیا لومړي وزیر احمد داوود اوغلو دا شعار درلود چې "له ټولو ګاونډیانو سره نه ستونزې" هغه هم په داسې مهال چې د عرب پسرلي له څپو سره یې خپله پالیسي برابروله.
خو د تېر کال په وروستیو کې د ترکیې مشرتابه له ټولو ګاونډیانو او ملګرو سره ستونزې درلودې او د ملګرو ډله یې هم کمه شوه، وجه یې هم د ترک پالیسۍ ناکامۍ او په عراق او سوریه کې منفي پرمختیاوې دي.
دا چې په سوریه کې د پولې دواړو خواوو ته له کرد وسله والو سره د ترکیې امنیتي ګټې ډېرې خرابې شوې، نو د انکرط لپاره دا ستراتیژیکه اړتیا روښانه شوه چې حقیقت ته سر ټیټ کړي او له درناوي ډک شاتګ لار ونیسي.
د روسې په وړاندې د ترکي حکومت د پالیسۍ لپاره دا چاره ځانګړې وه.
پخوانۍ اړیکې په اصل کې او عملاً په یو شمېر اقتصادي دوه اړخیزو تکیو ولاړې وې.
ترکیې د روسیې تېلو، اټومي او نورو ټکنالوژيکو موادو ته اړتیا درلوده او پر روسې مارکېټونو او روسي سیللانیانو پر روان بهیر تکیه وه.
روسیې هم د ترکیې د انرژۍ مارکېټ او خاورې ته اړتیا درلوده چې له لارې یې د انرژۍ اکمالات وکړي.
دواړه هم د تور سمندرګي سیمې په بنسټي ټیکاو کې ګډې ګټې لري، چې له مخې یې بسفر او درددانیل تنګیو ته لاسرسی ولري.
خو د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۲۴ د روسیې د اېس یو- څلرویشت جېټ الوتکې غورځېدلو او په سوریه کې د بشار اسد په ملاتړ د روسیې پوځي لاسوهنې په څو اونیو کې د مسکو او انقرې ترمنځ تاوتریخوالی په څرګند ډول ډېر کړ.
د سوریې مشر لا د مخه د ولسمشر اردوغان قسم خوړلی دښمن و او په مقابل کې د ښاغلي پوتین ګامونو هم په اقتصادي او سیاسي ډول ترکیه تاواني کړه.
د اړیکو بیا جوړول
د تېرې مۍ په نیمايي کې د ترکیې له خوا په خپله پالیسۍ کې د بدلون اشارې کومه حیرانوونکې خبره نه وه.
د پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په تللو او د بین علي ییلدیریم په راتلو سره چې ژر یې وویل (( د ترکې لپاره هغه وخت را رسېدلی، چې دښمنان کم او د ملګري زیات کړي.)) له روسیې او اسراییلو سره د اړیکو پیلولو نښې څرګندولې.
کله چې ولسمشر اردوغان په یو نه یو ډول "بښنه" وغوښتله د پوتین ډلې پوره سیاسي هڅه وبلله، که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ټیګار کړی چې پایښتي دودیز اړیکي په دې پورې تړلي چې دواړه لوري څرنګه د سوریې په کړکېچ کې څنګه همغږي کوي.
ښاغلی اردوغان له لویې ایجنډا او ستر پلاوي سره پیترزبورګ ته روان شوی. دواړه دولتونه هیله من دي چې د ترک ګازي نللیکې پروژه پیل کړي، د اټومي بټۍ جوړول او نوره انرژۍ یې هم ممکن د خبرو نورې برخې وي.
دوی به پر سیاحت بیا پیلولو، خوړو لېږدولو او ودانولو خبرې وکړي چې په تېر نومبر کې د روسیې له بندیزونو راهیسې سخت اغېزمن شوي دي.
ممکن پر سوریه هم د څه تفاهم په موخه د لارو چارو د روښانولو لپاره هڅې وشي.
خو له ناکامې کودتا د څو اونیو تېرېدلو وروسته د دې سفر سمبولیکه بڼه له هغه زیان کمه ده چې په امریکا او اروپايي ټولنه کې د دایمي پالیسۍ د بدلون لپاره هڅې کوي.
ترکیه چې له دې هرڅه سره د ناټو یو مهم ځواک دی، خو د جولای پر پنځلسمه د ناکامه زیانمنو پېښو وروسته نوي حساسیتونه لري، هغه هم په داسې مهال چې لوېدیځ له کودتا او له هغه وروسته د ولسمشر اردوغان له ځواکونو لاسونو نارام دی.
د ولسمشر پوتین د خوشالۍ لپاره ښايي ښاغلی اردوغان د اوس لپاره د لوېدیځ د حیرانولو او خولې کولو خوند اخلي.
په سټاکهولم پوهنتون کې د ترک مطالعاتو د انسټیټیوټ مهم غړی او د سوډین لپاره پخوانی سفیر ډاکټر میکایل ساهلین