BBC
 شاته

د سلګونو غلو شبکه ماته شوې چې ټول غړي یې د یوه بل خپلوان دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي، د شبکې ټول غړي د یوه بل خپلوان دي

د جرمني میونیخ پولیس وايي د غلو یوې ډلې غړي نیولې چې د دوی د اټکل له مخې جرمني کې له کورنو د غلا پنځمه برخه د دوی له لاسه وه.

د پولیسو په خبره د غلو دغه شبکه په ټوله اروپا کې خپره وه او غړي یې د وینې او یا ودونو پر بنسټ د یوه بل خپلوان دي.

جنوري میاشت کې پولیسو مونیخ کې له یوه کوره د غلا په تور درې مېرمنې ونیوې او له هغه وروسته د دغې شبکې په تړاو څېړنه پیل شوه، چې وروسته یې نور غړي په کرواتیا، اسپانیا او جرمني کې هم ونیول شول.

کیم کارداشیان: د پاریس غلا بېل شخصیت رانه جوړ کړ

د مزار ښاریان د موبایل ټليفونونو او قیمتي توکو غلا اندېښمن کړي

د ځايي پولیس افسر رینهولد بیرګمان په خبره 'کېدای شي په بلجیم، فرانسه او ایټالیا کې هم د دغې شبکې غړي فعال وي. '

د نیول شویو درېیو مېرمنو چټکتیا او وړتیا د پولیسو پام ځانته اړولی و.

دوی د نیول کېدو پر مهال ادعا کړې وه، چې عمرونه یې کم دي، خو وروسته معلومه شوه، چې اسناد یې جعلي وو او په کرواتیا کې د غلو د یوې شبکې غړې وې.

له هغه وروسته پولیسو مونیخ کې ۲۰ نورې ځوانې ښځې نیولې وې، چې په وینا یې د شبکې د 'کارکونکو ' په توګه یې فعالیت کاوه.

کرواتیا کې دوه کسان د شبکې د مشرانو په توګه او جرمني کې پولیسو دوه کسان نور نیولي وو، چې دوی د شبکې د چارو 'همغږي کونکي ' بلل.

ښاغلي بیرګمان ویلي، شبکې ځکه ځوانې ښځې د غلا لپاره کاروولې، چې په وینا یې دوی احتیاط کوي او د زنداني کېدو احتمال یې لږ وي. د چارواکو په خبره د غلو دغه 'کورنۍ ' تر ۵۰۰ کسانو پورې غړي لري.

د ښاغلي بیرګمان په وینا:

''دوی 'غلا کې ' له ګډون کولو پرته بله لاره نه درلوده. پولیس وايي، د ډلې مشران یې زغرب کې له خورا ګران بیه کورونو نیولي دي.