د عکسونو البوم: د مانچسټر کنسرټ کې "چاودنه"
-
AFP
د مانچسټر ایرینا چاودنه کې د لږ تر لږه ۱۹ کسانو وژنه تایید شوې ده.
-
Getty Images
دا کنسرټ د امریکايي سندرغاړې اریانا ګرینډې و. د هغې ویاند وايي، چې دغه سندرغاړې حیرانه شوې ده.
-
Getty Images
د مانچسټر پولیس وايي، د شپې ۱۰ بجې او ۳۵ دقیقې وې، چې دوی ته د چاودنې خبر ورسېد.
-
Getty Images
لیدلي کتلي وايي، کنسرټ پای ته ورسېد چې د چاودنې غږ یې واورېد او ور سره ټېل ماټېل پیل شو.
-
Getty Images
پولیس وايي، دوی دې چاودنې ته د ترهګریزې پېښې په سترګه ګوري.
-
Getty Images
د پېښې ځای ته د خلکو پر تللو بندیز لګېدلی دی.
-
Getty Images
د برتانیا لومړۍ وزیرې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او دا پېښه یې له کرکې ډک ګام بللی دی.
-
Getty Images
په ښار کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.
-
Getty Images
کنسرټ ته ډېر ماشومان او ځوانان ټول شوي وو.