BBC
 شاته

د پاکستان یوه دولتي الوتکه کې بیا نشه يي توکي موندل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په اتو ورځو کې دا دویم خل دی چې د پاکستان ملي هوايي کرښې الوتکه کې نشه يي توکي موندل کېږي.

د پاکستان د ملي هوايي کرښې یا پي ای اې ویاند منلې چې له اسلام اباد لندن ته د دغه هوايي شرکت په تلونکې الوتکه کې ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي دي.

مشهور تاجور په یوه بیان کې زیاته کړې، چارواکو د څلورو الوتکو د پلټلو پلان درلود، چې په دوی کې یوه هم له اسلام اباد لندن ته الوتله.

د نوموړي په خبره، په دغه الوتکه کې ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي دي.

* د برتانیا هوايي ځواک جیټ الوتکو د پاکستان الوتکه کښته کړې

* د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل

د نشه يي توکو ضد ځواکونو، د پي ای اې امنیتي ځواکونو او نورو ادارو په ګډه دا عملیات وکړل.

دا په اتو ورځو کې دویم ځل دی چې له اسلام اباد لندن ته تلونکې الوتکو کې نشه يي توکي موندل کېږي.

د مشهور تاجور په خبره، د مسافرو له سپرېدلو مخکې الوتکه تلاشي شوې او له نشه يي توکو اېستلو وروسته پاکه بلل شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مۍ پر ۱۵ هم د لندن په هیترو هوايي اډه کې له پي ای اې ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکي اېستل شوي وو.

د بیان له مخې د هوايي چلند لپاره د لومړي وزیر ځانګړي استازي مهتاب احمد خان د دې پېښې د څېړلو حکم کړی دی.

د پنجاب د پولیسو مشر پلټونکي حسین اضغر قاچاق کې د ښکېلو کسانو د موندلو لپاره ځانګړې جرګه ګۍ ګومارلې ده.

* د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې ستونزې

* ويده شوې ميرمن له پاريسه بيرته لاهور ته ستنه شوه

تېر کال هم د پاکستان هوايي کرښې په دریو الوتنو کې نشه يي توکي موندل شوي وو.

تېره اونۍ (د مۍ پر ۱۵) هم د لندن هیترو هوايي اډه کې د دې شرکت په الوتکه کې نشه يي توکي وموندل شول.

د لندن په هیترو هوايي ډګر ته له اسلام اباد د الوتکې په رسېدلو سره چارواکو دا ۷۸۵ الوکه تلاشي او نشه يي توکي یې پکې وموندل.

د انځور حقوق Alamy
Image caption تېر کال هم درې ځلې د پاکستان د ملي هوايي شرکت الوتکو کې درې ځلې نشه يي توکي موندل شوي وو.