BBC
 شاته

حسن روحاني د ایران ولسمشر شو خو ایا خپلې ژمنې به عملي کړي؟

Newly re-elected Iranian President Hassan Rouhani walks past a picture of Iranian Supreme leader Ayatollah Ali Khamenei د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي روحاني د اصلاحاتو ژمنه کړې خو ښايي سخت دریځي یې د پلانونو مخه ونیسي

د رایو شمېرنې په پېل کې لومړنیو پايلو وښوده چې ولسمشر حسن روحاني د ډېرو رایو په ګټلو سره د بریالیتوب پر لور روان دی.

ان په وړو کلیوالو ښارګوټو کې ډېرو خلکو د ښاغلي روحاني د تګلارو ملاتړ کاوه. د ده تګلارو، د ده اصلي سیال، ابراهیم رییسي او د دودیزه او سخت دریځه اسلامي حکومت له تګلارو سره څرګند توپیر درلود.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دویم ځل ولسمشر شو

د حسن روحاني ژوندلیک

ولسمشر روحاني ۲۳،۳ میلیونه یا ۵۷ سلنه رایې وګټلې. په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه بېسارې وه- نژدې ۴۱ میلیونو یا ۷۳،۵ سلنه خلکو چې د رایو ورکولو وړتیا یې درلوده رایې واچولې. په تهران کې له پنځو میلیونو زیاتو خلکو په رایو ورکولو کې ګډون وکړ، چې دا شمېره د ۲۰۱۳ کال پرتله دوه ځله زیاته وه.

په ټاکنو کې د دومره ډېرو خلکو د ګډون یو علت هغه رپوټونه وو چې ویل يې سخت دریځو خپلې ټولې زېرمې په کار اچولي او غواړي چې ډېر پلویان په ټاکنو کې د ګډون لپاره راوهڅوي او په دې ډول ولسمشر روحاني ته ماته ورکړي.

د دغو رپوټونو له امله د ښاغلي روحاني پلویان او ټول هغه کسان چې د منځلاريتوب پلوي یې کوله او د سخت دریځۍ مخالف وو راوهڅېدل او په زیات شمېر سره یې په ټاکنو کې برخه واخیسته.

د ولسمشر روحاني بریالتوب د سخت دریځو د سترې ماتې په معنا دی. ښايي سخت دریځي نور هېڅکله ونشي کولای د رایو له لارې د اجرايي څانګې[حکومت] کنټرول ترلاسه کړي ځکه چې ډېری ایرانیان د هغوی تګلارې نه خوښوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په تهران کې د ولسمشر روحاني پلویانو د ټاکنیز بریالیتوب لمانځنه وکړه

ښاغلي روحاني، له بریالتوبه وروسته په خپل لومړني ټلویزیوني پیغام کې، هغه ایران وستایه چې، د ده په خبره ، تېر وخت ته بېرته ستنېدل نه غواړي. هغه د خپل ټاکنیز کمپاین دا شعار یاداوه چې "پرشا به لاړ نشو"، په دې معنا چې د سخت دریځو "وروسته پاتې" تګلارې به ونه مني.

د ایران د جمعې ورځې ټاکنې د منځلارو غچ اخیستل وو. د هغو کسانو ردول چې دوی یې ځورولي، بندیان کړي، وژلي، شړلي، او له دندو ایستلي وو.

ولسمشر روحاني د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې افراطیت به ختم کړي، سیاسي فضا به پرانیزي، فردي او سیاسي حقونه به پراخ کړي، سیاسي بندیان به آزاد کړي، د ښځو پر وړاندې به تبعیض له منځه یوسي او ټولې هغه دولتي موسسې به ترکنټرول لاندې راولي چې حساب نه ورکوي.

ولسمشر روحاني خپلو پلویانو ته وویل چې د دې ژمنو د ترسره کولو لپاره ستر واک ته اړتیا لري چې له پخوا زیات وي.

ده خپل ځان په ټینګه د سمون پالو په ډله کې راوستی. اوس چې بیا ټاکل شوی، ایران د بدلون پر لاره دی، د ټاکنو د څرګندو پايلو له امله یې بیا پرځان باور ډېر شوی.

بهر کې د پلونو جوړول

د شنبې پر ورځ ولسمشر روحاني خپلو پلویانو ته وویل، خپلو ژمنو ته به ژمن پاتې شي. خو ستونزې ډېرې دي. سخت دریځو لاتراوسه له خپلو هڅو لاس نه دی اخیستی. په راتلونکو څلورو کلونو کې به هغوی په هر پړاو کې سختې هڅې کوي چې د ولسمشر روحاني د سمون پالو هڅو مخه ونیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه په حیرانونکي ډول لوړه وه

د ایران سخت دریځه ستر مشر آیت الله علي خامنه یي په ټاکنو کې د ایرانیانو د ستر ګډون له امله هغوی ته مبارکي وویله. خو ولسمشر روحاني ته یې مبارکي ونه ویله.

د ښاغلي روحاني یو زیات شمېر پلویان استدلال کوي چې د ټاکنو په درشل کې پر ولسمشر روحاني پرلپسې نیوکو سره سترمشر په ټاکنو کې لاس وهنه کړې.

ښاغلي روحاني ژمنه کړې چې بهرنۍ نړۍ سره به پلونه جوړ کړي. د ده بیا ټاکل کېدل د هغې اټومي معاملې یو ستر تایید دی چې د ده حکومت له نړیوالو ځواکونو سره ترسره کړه، چې پر ایران باندې د بندیزونو د لېرې کېدو سبب شوه او هېواد یې د جګړې له ګواښه خوندي وساته.

خو دغه معامله د امریکا په متحدو ایالتونو کې جدي مخالفین لري، هلته ولسمشر ټرمپ او کانګرس پر خپلو تګلارو بیا له سره غور کوي. ایرانیان غواړي چې اټومي معامله پر ځای پاتې شي، او داسې ښکاري چې ولسمشر روحاني او ایران به په دې هکله خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

د هېواد په سترو او وړو ښارونو کې، ایرانیان د ټاکنو د پايلو لمانځنه کوي. په ټولنیزو رسنیو کې د داسې خلکو ويډیوګانې شته چې پر سړکونو نڅا کوي.

د ایران له درد او رنځه ډک سیاسي بهیر کې دا یوه ستره ورځ ده.