BBC
 شاته

رستورانت کې د' انسان د غوښې' پخولو دروغجن خبر

د انځور حقوق Karri Twist

لندن کې د یوه رستورانت بازار وروسته له هغه سوړ شوی چې د انسان د غوښې د خرڅولو دروغجنه ادعا ورباندې شوې وه.

د کري ټوېست په نوم د هغه هندي هوټل کارکوونکو ته خلک زنګونه وهي او ځوروي يې چې څنګه تر اوسه لا هم خلاص دی.

په دې رستورانت پورې دروغجنه کیسه جوړه شوې چې ګواکې په خوړو کې یې د انسان غوښه کاروله.

د رستورانت په اړه مطلب پر channel23news.com وېبپاڼې خپور شوی و. د دغو دروغجنو کیسو یوه برخه پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې ډېرو خلکو پرې باور کړی دی.

په تورونو کې دا هم ویل شوي ول چې د رستورانت په یخچال کې د نهو انسانانو جسدونه موندل شوي او څښتن يې نیول شوی دی.

The fake news stories د انځور حقوق Shiona McCallum
Image caption د دغه عکس لاندې لیکل شوي چې د رستورانت په یخچال کې د نهو انسانانو جسدونه موندل شوي او د رستورانت څښتن نیول شوی دی.

د رستورانت څښتنې شنرا بېګم وايي، له هغه راهیسې چې دا مطلب خپور شوی د دوی رستورانت چې د کورنۍ له خوا یې پرمخ بیول کېږي، کلک ګوزار خوړلی دی.

بېګم وايي: " کله چې د لومړي ځل لپاره خلکو تیلیفونونه کول او پوښتنه یې کوله چې ایا موږ د انسان غوښه خرڅوو، ډېره حیرانه شوم. وروسته مې ولیدل چې دا خبره پر وېبپاڼه خپره شوې او ټول فېسبوک هم ترې ډک دی."

تر دې پېښې وروسته کري ټوېست رستورانت پر خپلو ټولنیزو شبکو د دروغجنو خبرونو په اړه ولیکل او خلکو ته یې خبر ورکړ چې د دوی په اړه ویل خبرې سمې نه دي.

بېګم وايي، دې ان د رستورانت له منځه فېسبوک لایف وکړ چې خلکو ته ډاډ ورکړي.

د انسان ساندوېچ

د رستورانت څښتن وايي، ځینو کسانو به ځورول او د داسې خوراکونو غوښتنه یې کوله لکه، د انسان ساندېچ یا د چینايي انسان خواړه.

د انځور حقوق channel23news.com

بېګم وايي:" دا زموږ لپاره ډېر ځوروونکی و. خلکو به نه یوازې د انسان د غوښې غوښتنه کوله بلکې په نوم ورکي ډول به یې رستورانت بوک هم کړ، موږ به ځان ورته چمتو کړ خو مېلمانه به بیا نه راتلل. "

د رستورانت کارکوونکي وايي، هیله لري چې د دغو خبرونو اغېزې ورکې شي او د دوی کوچنی رستورانت د پخوا په شان شي.