عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ نن له کابل پیل شوه. په لومړۍ ورځ شاوخوا شپږ سوه تنه حاجیان لېږدول کېدل.
سږ کال به هم شاوخوا څلور ویشت زره حاجیان چې دېرش سلنه یې مېرمنې دي له افغانستانه سعودي عربستان ته ولېږل شي.
زموږ همکار غزانور غزا د حاجیانو د راغونډېدو او لېږلو مرکز ته ورغلی او دا راپور یې پرې برابر کړی دی.
حج د اسلام پنځمه بنا ده، هر کال زرګونه کسان د دغې فریضې اداد کولو ته خپل نومونه لیکي خو یوازې شاوخوا پنځه ویشت زره تنو ته یې د تلو زمینه برابریږي. د ۲۰۱۶ کال د حج مراسمو ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ د دو شنبې په ورځ له کابله پیل شوه.
افغان چارواکي وايي د هر حاجي لګښت شاوخوا دوه زره درې سوه امریکايي ډالر کیږي. ډیری حاجیان د افغان مسؤلینو له خوا د ښو خدمتونو په تمه دي:
"حضرت ولي د عبدالولي زوی د وردګو د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکی یم، فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته ځم، اوس چې وینو په اول تالار کې حج او اوقافو وزارت ډېر ښه کار کړی دی، د پخوا کلونو په پرتله اوس اسانتیاوې ډېرې شوې دي."
سږ کال د نارینه وو ترڅنګ شاوخوا دېرش سلنه مېرمنې هم حج ته د تلونکو په کتار کې شاملې دي. دوی په ځانګړي تالار کې هوايي ډګر ته د تلو په هیله ناستې وې. یوې مېرمنې خپلې هیلې داسې راته یادې کړې:
"نوم مې نفس ګل دی، د ګل خان لور یم، هیله مې دا ده چې خدای مې دوعاګانې قبولې کړي، په حج کې به له خدای سوال وکړم، چې نور زموږ افغانستان ارام کړي."
د روغتیا وزارت مسؤلین هوايي ډګر ته له تللو مخکې حاجیانو ته د انلفوینزا، پولیو او مننجیت واکسین ورکوي.
د حج او اوقافو وزات سلاکار محمد یوسف پښتون وايي، افغان حاجیانو ته د لارښوونې لپاره له دوی سره ښوونکي هم استول کېږي.
د هغه په خبره، حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې پر نورو اسانتیاوو سربېره روغتیايي خدمتونه هم چمتو شوي دي:
"تر شپېتو پورې طبي کارکوونکي د روغتیا وزارت له خوا ځانګړي شوي. هلته به درې روغتونونه ولرو چې بسترونه به هم لري او تر اتو پورې به د بېړنیو روغتیايي مرستو اته کلینیکونه ولرو، دا به په مکه معظمه کې وي، خو په مدینه منوره کې د دې نیمايي روغتیايي خدمتونه لرو، ځکه هلته لږ پکار دي."
افغان چارواکي وايي، ټول کسان به چې شمېر یې نژدې پنځه ویشتو زرو ته رسیږي، په خپل وخت د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدوي او په ټاکلې نېټه به یې هیواد ته را ستانه کړي.