BBC
 شاته

'طالبانو د فراه پشت رود ولسوالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړي کډه وکړي'

Image copyright f

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ویلي، طالبانو په "پشت رود" ولسوالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړي له خپلو کورونو کډه وکړي.

ښاغلي مهري د سه شنبې په ورځ (اسد/زمري ۱۸مه) بي بي سي ته وویل، طالبانو ۱۳ ورځې وړاندې د پشت رود ولسوالۍ څلورو سیمو ته ننوتل او تر ۴۰۰ ډېرې کورنۍ یې اړ کړي چې له سیمې وتښتي.

د هغه په وینا، طالبان ددغو کسانو له کورونو او کلیو د پوځي مرکزونو په توګه کار اخلي.

د فراه د والي ویاند وویل، کومې کورنۍ چې کډه کولو ته اړې شوي، د فراه په مرکز فراه ښار او ورڅېرمه سیمو کې یې اړولې دي.

ځینو بېځایه شویو له بي بي سي سره ټېلفوني خبرو کې خپلې ستونزې یادې کړې دي.

د مهري په خبره، سیمه ییزې ادارې له نژدې ۲۰۰ کورنیو سره مرسته کړې او ټاکل شوې د نورو کورنیو تر ارزونې وروسته، هغوی سره مرستې دوام ومومي.

ښاغلي مهري وویل، تر دغو پېښو وروسته امنیتي ځواکونو پشت رود کې عملیات پیل کړي او د تېرې شپې په جګړه کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم ویلي چې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

وړاندې تردې هم په پشت رود کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خال خال جګړو راپورونه ورکړل شوي و.

بلخوا د فراه ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، طالبانو څو توغندي د فراه ښار پر لور توغولي دي.

د پشت رود ولسوالي د فراه مرکز ته له نژدیو سیمو ده او طالبان هڅه کوي چې هلته د خپل نفوذ په ډېرولو د فراه ښار ته ځانونه نژدې کړي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې له ناارامو ولایتونو دی. ددې ولایت څو سیمې په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې شاهدې وې.