هندوستان ټایمز: پر ولاديمير پوتين نيکمرغي تپل کېږي
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز "پوتين مسکا لپاره ډېر زياد دلايل لري" تر سرليک لاندې ليکي: ځينې مشران نيکمرغه زېږيدلي، ځينو يې په خپله خپل بخت جوړ کړى خو بيا د ولاديمير پوتين په څېر پر ځينو مشرانو نيکمرغي تپل کېږي.
هندوستان ټايمز د ښاغلي پوتين د خوشحالۍ ځينې لاملونه داسې په گوته کړي.
د هيلري کلنټن د ټاکڼيز کمپاين کمپيوټرونو هک کېدل چې تور يې پر روسيې پورې شوى.
ناټو ته د ډونالد ټرمپ گواښ، د کريميا د رسميت پېژندنې په تړاو يې څرگندونې او دا حقيقت چې د ټاکنيزو هلو ځلو سمبالوونکي يې يو مهال د اوکرايين روس پلوي ولسمشر ويکټور يونوکويچ ته کار کاوۀ.
ورځپاڼه په دې باور ده چې د کمپيوټرونو د هک په تړاو چې رښتيا هر څه وي، د امريکا په کېدونکو ټاکنو کې د پوتين د مشکوک اغيز او لاسوهنې له امله رامنځته شوې ذهني ناکراري روسي ولسمشر ته خوند ورکوي.
د ښاغلي پوتين د خوشحالۍ بل دليل له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل ښوول شوي چې پر روسيې به د بنديزونو فشار کم کړي.
ورځپاڼه همداراز وايي چې ښاغلى پوټين د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري روسيې ته شوى وروستى گواښ او د اولمپيک له لوبو د روسيې لوبغاړو منع کېدل هم په خپله گټه کاروي.
ایکسپرېس ټريبيون:
د پاکستان چاپ ایکسپرېس ټريبيون په خپل يوۀ خپاره کړي سرليک کې پوښتلي، د افغانستان جگړه ځپلو سيمو ته د سيلاني په توگه ورتگ يوه زړوره تجربه ده او که د خوند اخيستو يوه بېباکه هڅه؟
ورځپاڼې په لوېديځ ولايت هرات کې څو ورځې وړاندې شوې پېښې ته اشاره کړې چې د سيلانيانو پر سپرلۍ موټر بريد وشو او پکې شپږ تنه ټپيان شول. د ورځپاڼې په وينا دې پېښې يو ځل بيا افغانستان کې د "جگړې سېلانیان" ته پام واړوۀ.
ورځپاڼې د جان مېلتون په نامه افغانستان ته د تللي يو امريکايي سيلاني بېلگه راخيستې او وايي دۀ ته ورته لسگونه کسان هر کال گواښونه له پامه غورځوي او افغانستان ته سفر کوي.
خو ورځپاڼه دا هم وايي چې د جگړييزو سيمو سیل يواځې پر افغانستان نه محدودېږي.
ډيلي اکسپرېس :
بريتانيا کې چاپېدونکې ورځپاڼه ډيلي اکسپرېس وايي؛ بالاخره له سوداگريزو ادارو سره له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتلو په تړاو خبرې پيل شوې.
ورځپاڼه له سوداگرو او سوداگريزو بنسټونو سره د بريتانيا حکومت وروستيو اړیکو ته اشاره کړې او ويلي چې په اروپايي ګډ بازار کې د بريتانيا پاتې کېدل د خبرو مهم ټکى و.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست بيا په اروپا کې د کډوالو موضوع مهمه بللې او په خپاره کړي يوۀ مطلب کې وايي؛ ترکيه په کړکېچ ده، د اروپا پولې تړلې دي، نو اټکل دى چې دا دوبى به د يونان په شمال کې قاچاق کوونکو لپاره ډېر گټور وي.
ورځپاڼې د يونان د پوليسو په وينا ليکلي؛ قاچاق کوونکي اوس د کډوالو د لېږد لپاره له پرمختللو وسيلو او لارو چارو کار اخلي.