شاته

د کرکټ نړیوالې شورا محمد شهزاد له لوبو بند کړ

د کرکټ نړیواله شورا وايي پر افغان لوبغاړي محمد شهزاد محمدي د لوبو بندیز پیل شوی دی.

د نړیوالې شورا ویپاڼه وایي چې په شهزاد باندې دا موقت بندیز له تېرې چهارشنبې( د اپریل ۲۶) پیل شوی دی. د شورا په اعلامیې کې ویل شوي چې شهزاد ته به د قانون له مخې چلند کیږي، خو نه یې دي ویلي چې څه ډول چلند.

د کرکټ نړیواله شورا شهزاد د منع کړل شویو درملو د نه خوړلو قانون یې مات کړی دی. وايي شهزاد داسې درمل خوړلي چې د لوبغاړو غړي پیاوړي کوي، د منډو وهلو ځواک یې زیاتوي او نوره اضافي انرژي هم ورکوي.

مخکې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي وو چې د شهزاد لپاره یې یو برتانوي وکیل نیولی چې قضیه یې مخ ته یوسي. تراوسه افغان کرکټ بورډ د نړیوالې شورا د دغه اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

شهزاد لومړنی لوبغاړی نه دی چې له داسې یو تور سره مخامخ کیږي، تر هغه مخکې په ځینو نورو نړیوالو لوبغاړو هم داسې تورونه لګېدلي چې له دریو میاشتو نیولې تر څه باندې یو کال پورې له لوبو منع کړل شوي دي.

مګر شهزاد لومړنی افغان کرکټ لوبغاړی دی چې له داسې یوې قضیې سره مخامخ کیږي، خو دا چې سزا به یې څه وي، د کرکټ نړیواله شورا وايي به یې وروسته اعلان کړي.

شهزاد د افغانستان لپاره تر دې دمه ۵۸ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي او په دغو لوبو کې یې ۱۹۰۱ منډې کړي دي، هغه همدومره د ۲۰ اورونو لوبې هم کړي دي چې ۱۷۷۹ منډې لري. شهزاد د څلور ورځو ۲۰ سیالۍ کړي او ټولې منډې یې ۱۵۸۲ دي.

شهزاد محمدي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او اوپنر بیټسمین دی، دی د افغانستان د کرکټ لومړنی لوبغاړی دی چې د ۲۰ اورونو، یوې ورځنیو او څلور ورځو په لوبو کې یې سلیزې کړي دي.

شهزاد داسې مهال له داسې یوې قضیې سره مخامخ کیږي چې د جون په دویمه نېټه د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د ۲۰ او یوې ورځنیو شپږ لوبو لړۍ پیلیږي. که شهزاد په دغو لوبو کې نه وي، افغانستان به یې تشه احساس کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.