BBC
 شاته

انتوني جاشوا د نړۍ د درانه وزن اتل شو

د انځور حقوق .
Image caption له جاشوا مخکې د هغه پرونی سیال د درانه وزن اتل و.

انتوني جاشوا د نړۍ د خورا درانه وزن سیالي وګټله او په خپل مسلک کې یې د ډبلیو بي اې ویاړ خپل کړ.

دغه ځوان برتانوي سوکوهونکي د برتانیا په ویبلي لوبغالي کې د اوکراین ویلادیمر کلیچکو د سیالۍ په یوولسم پړاو کې له ډګر ووېست.

۲۷ کلن جاشوا د نړۍ پېژندلی بوکسر کلیچکو ته د نږدې ۹۰ زره نندارچیانو په مخ کې په پنځم پړاو کې پر ځمکه وغورځاوه، خو ۴۱ کلیچکو هم په شپږم پړاو کې جاشوا پر ځمکه وغورځاوه، چې په تېرو ۱۸ سیالیو کې ور سره مخ شوی نه و.

* د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي

* ډيونټې والډر د درانه وزن سوک وهنې اتلولي وګټله

له دواړو پړاوو وروسته په خطرناک وضعیت کې معلومېدل، چې ډېر وخت به یاد ساتل کېږي، تر دې چې جاشوا په یوولسم پړاو کې خپل سیال ناک اوټ کړ.

ویلادیمیر کلیچکو چې سر بداله و، له مراندې یا طناب سره ودرېد هغه هم په دې هېله چې لوبڅار ډیویډ فیلډ یې وژغوري.

سیالي څنګه ترسره شوه؟

د انځور حقوق .
Image caption ویلادیمیر کلیچکو پنځمه ماتې وخوړه.

له اوږدې پلې لار، اورلوبې او د برتانیا د ملي سرود او خلکو له شور او ځوک وروسته د زور ازمویلو لوبه پیل شوه.

کلیچکو لاس په کار شو، کیڼ لاس یې د جاشکو له مخ سره خوځېده، هر یو هڅه کوله چې بل دوکه او مات کړي.

* د سوکوهنې اتل محمد علي څوک و؟

* اوباما ولې د محمد علي د جنازې مراسمو ته نه ورځي؟

د دوی سیالي او د خلکو چغې وې، بالاخره جاشوا د ۲۱ پېړۍ اتل را وغورځاوه.

جاشوا د لوبې په ۱۱ پړاو کې خپل سیال په داسې سوک وواهه، چې ور سره یې (ډبلیو بي اې) او (ای بي اېف) نومونه خپل کړل.

غوره برتانوی

د انځور حقوق .
Image caption جاشوابه ویل غواړي غوره ورزشي ستوری شي.

نږدې درې کاله وړاندې جاشوا له فراچ ګروز سره لوبېده، وروسته مرکزي دریځ ته لاړ او ویل به یې چې ځان به "د برتانیا لوبو کې تر ټولو لوی ستوری" کړي.

هرن چې د ملاتړو نړیواله ډله ده د جاشوا ملاتړ یې وکړ او د هغه نښه یې جوړه کړه، چې ور سره د نوموړي شهرت نور هم ډېر شو.

* عامر خان: له مې وېدر سره مسابقې ته تيار يم

* امریکا کې د سوکوهنې ''تاریخي او شتمنه'' سیالۍ

خو لا هم دا پوښتنې وې چې نوموړی به په نړیواله کچه لوبه وکړي که نه، مګر جاشوا په ډاډه زړه ځوابولې.

انتوني جاشوا تر دې پړاو د ځان رسولو لپاره هم ډېرې هڅې کړې او د کلیچکو سره د سیالۍ لپاره یې ۱۳ اونۍ تمرین کړی و.

راغلم چې ګوزار پر وکړم

ر د انځور حقوق PA
Image caption جاشوا وايي، ګوزار ور کولو ته راغلی دی.

انتوني جاشوا له بي بي سي رادیو سره په مرکه کې ویلي، "زه پوهېدم چې ممکن پر هغه ګوزار وکړم، خو زه ګام په ګام زدکووم، زه د روښانه څراغونو لاندې زدکړه کوم".

"زه بوکس وهلو ته راغلی نه یم، زه د خلکو وهلو ته راغلی یم. له پوره درناوي سره زه پر هغه ګوزار کولو ته راغلی وم".

"د ورځې په پای کې ما ځان پوه کړ، چې څه وکړم".

"زه وېبلي ته را ستنېږم، زه به بیا تاسې دلته ووینم".

"ما تاسو ته نن شپه وښودل چې په لوبه کې جګړې وګټل شوې. که څه هم بوکس وهل اسان نه دي، تاسو یې باید ټول پکېج ولرئ".

د شنونکو خبرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاشوا د بریالیتوب چغي وهي.

"د دواړو لوبغاړو څومره حماسي هوډ او اراده".

"جاشوا اول ځل پر ځمکه وغورځول شو او دا خوند یې وڅاکه".

"موږ باید له کلیچکو وپوښتو چې دا یې د لارې پای و، که بیا به هم را ښکاره شي؟"

د بي بي سي رادیو پنځه د بوکس لوبې مبصر رونالډ مک ایټوش

"د سوکوهونکو ژوند کې داسې وخت راغلی، چې روزنه اوچغې به هیڅ ور سره مرسته ونه کړي".

"ځینې وخت په انسان کې د ننه داسې وړتیا پرته وي. ښایي ډي اېن اې یا څه چې تاسې ورته وایی".

"دا سوکونه د روان له تله راووتل"

پخوانی نړیوال اتل ریچي ووډهل

د انځور حقوق AFP
Image caption له سیالۍ مخکې کلیچکوف او جاشوا.