BBC
 شاته

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مخکیني قومندان څېړنې کېږي

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده.
Image caption د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مخکینی قومندان مومند کټوازی پر قول اردو د تېرې جمعې له برید وروسته له دندې لیرې شوی او اوس پوښتنې ګروېږنې ترې وانې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د دفاع وزارت افغان امنیتي او عدلي ارګانونه د تورنجنرال کټوازي دوسیه ارزوي.

ښاغلي رادمنش بي بي سي ته وویل، دا مهال جنرال کټوازی قول اردو کې دی او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو کې د سترګو لیدلی حال

پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

نوموړی وايي، له جنرال کټوازي او نورو هغو کسانو د تېرې جمعې پر ورځ د طالبانو د هغه ډله ییز خونړي برید په تړاو پوښتنې کېږي، چې لږترلږه ۱۳۵ پوځيان پکې ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول.

ښاغلي رادمنش وویل، دا مهال په یاده پېښه کې له ۱۴ کسانو پوښتنې او تحقیقات کېږي چې وروسته به یې جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ۲۰۹ شاهین قول اردو هغه جومات چې طالبانو ځانمرګی برید پرې وکړ

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید د څېړنې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی، چې لاهم بلخ کې پر څېړنو بوخت دي، چې د دفاع وزارت د ویاند په وینا، له څېړنو او ثبوتونو وروسته به ملامت کسان څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

له برید وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته ولاړ او د پېښې له ټپیانو سره یې وکتل.

چارواکو ویلي، بریدګر د ملي اردو رېنجرو او د سرتېرو په یونیفورم کې ورغلي، تر دوو تلاشیو تېر شوي خو په درېیمه کې یې تر پېژندل کېدا وروسته برید پیل کړی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې. دوی پر خواله رسنیو د هغو بریدګرو یو ډله ییز انځور خپور کړی، چې د افغان پوځ جامې یې اغوستې او په وسلو سمبال ښکاري.

ویل کېږي بریدګر لس کسان وو، چې یو یې نیول شوی نور وژل شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، ټول بریدګر وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.

بي بي سي ته یوې بلې افغان سرچینې ویلي، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید په تړاو ددغې قول اردو ۳۵ پوځيان نیول شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بلخ پر شاهین قول اردو د وسله والو طالبانو برید کې لسګونه افغان پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې وه

دغې سرچینې ویلي، د برید په اړه یې څېړنه پیل کړې، او ګومان کېږي چې د قول اردو د ننه ځینو کسانو له طالب بریدګرو سره د برید ترسره کولو کې همکاري کړې وي.

تر دغه برید وروسته، د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفاوې وکړې، خو له استعفاوو دوې ورځې وروسته په اردن او قزاقستان کې د افغانستان سفیران وټاکل شول.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د خپلو استعفاوو لامل ملي ګټې بللې وې.

د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز له استعفاوو سره هممهاله د افغانستان ولسمشرۍ په یوه خبر پاڼه کې دا هم ویلي و، چې، ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لخوا د پوځ د څلورو قول اردو ګانو د قومندانانو د بدلون او ټاکلو وړاندیز منلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلخ کې پر شاهین قول اردو د طالبانو له برید وروسته ولسمشر غني د دغو دواړو چارواکو استعفاوې منلې وې

+ ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید وروسته