د داعش پر سمڅو د بمونو مور له غوځولو نژدې دوې اوونۍ وروسته لا هم نښتې روانې دي
د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه وايي د ننګرهار اچین کې مځکنيو هسکو ټيټو جګړه پېچلې کړې او اوس هم د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال په غرنیو سیمو کې سمڅې د پټنځایونو په توګه کاروي.
سيمه کې لا هم د افغان ځواکونو او داعش اورپکو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. بي بي سي ته اجازه ورکړل شوې چې اچین کې د مامند درې ته ورشي او هغه ځاي وګوري چې امریکا پرې تر ټولو ستر نا اټومي بم غورځولی و.
تازه حال يې د سید عبدالله نظامي په راپور کې ګورو.