BBC
 شاته

روسیې له طالبانو سره د تجهیزاتو د مرستو ادعا رد کړه

د انځور حقوق EPA
Image caption سرګي لاوروف د امریکا پوځي چارواکو څرګندونې بې بنسټه بللې

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکایي چارواکو هغه ادعاوې بې ځایه بللې، چې ګواکې روسیه له طالبانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرستې کوي.

پرون دوشنبه افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي و، له طالبانو سره د روسیې د تسلیحاتي مرستو رپوټونه نه ردوي.

نېکلسن افغانستان ته د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر د سفر پر مهال دغه څرګندونې کړې وې.

روسيه: افغان طالبانو سره اړيکه نه لرو

روسيه: ځينې افغان چارواکي پر روسيه بې بنسټه تورونه لګوي

نن سې شنبه د روسیې بهرنیو چارو وزیر مسکو کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په دې هکله غبرګون ښوولی. ښاغلي لاوروف ویلي:

''دغه خبرې چې ګواکې موږ له طالبانو سره د وسلو مرسته کوو او په واشنګټن کې پوځي چارواکي او دغه راز په افغانستان او سیمه کې د امریکا په مشرۍ پوځي مشران دغه خبرې تکراروي، په بشپړه توګه غیر مسلکي او بې بنسټه دي. منفي موضوعات دي، چې په روسیې پورې غوټه کېږي، تاسې وګورئ داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دغه څرګندونې ثابتې کړي، هېڅوک نه شته، چې ثبوت وړاندې کړي. ''

جنرال نیکلسن پرون ضمناً تایید کړه، چې په هلمند او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې روسۍ وسلې وېشل شوې دي. د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس چې د جنرال نیکلسن د دغو څرګندونو پر مهال کابل کې د هغه تر څنګ ولاړ و، له طالبانو سره یې د روسیې مرستې وغندلې او ویې ویل، اورپکو ته وسلې ورکول له نړیوالو قوانینو سرغړاوی دي.

ښاغلي متیس ویلي و:

''موږ اړ یو په هغو سیمو کې چې روسیه په کې د نړیوالو قوانینو خلاف چارې کوي، له دغه هېواد سره مخالفت وکړو، د بېلګې په توګه که د افغان حکومت له لارې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره نه وي، نو له بله هېواده افغانستان ته د وسلې راوړل له نړیوالو قوانینو سرغړاوی دی. ''

د انځور حقوق RS
Image caption جنرال نیکلسن پرون افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر پر مهال ضمناً تایید کړه، چې په هلمند او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې روسۍ وسلې وېشل شوې دي.

روسي چارواکو تېر کال اعلان وکړ، چې له طالبانو سره اړیکه کې دي او له هغه راهیسې پرې له طالبانو سره د مرستې کولو تورونه پورې کېږي. امریکايي چارواکو له تېرو څو میاشتو راهیسې پرلپسې پر روسیې تورونه پورې کړي، چې طالبانو سره مرسته کوي او په وینا یې روسیه غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

افغان چارواکو هم د روسي چارواکو او طالبانو تر منځ د اړیکو په تړاو څو ځلې اندېښنه ښوولې. روسي چارواکي بیا دغه تورونه ردوي او وايي، له طالبانو سره یې اړیکي افغانستان کې د روسیې استازولیو د خوندیتوب لپاره دی او دا چې دوی غواړي افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

تېره میاشت روسیې د افغانستان، ایران، پاکستان، هند او چین د استازو یوه غونډه درلوده، چې امریکا په کې ګډون نه و کړی.