شاته

یوناما: افغانستان کې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې پرمختګ شوی

په افغانستان کې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما یو نوی راپور چې نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو، ښیي چې د افغان حکومت چارواکو په دغه هیواد کې د فساد سره په مبارزه کې پرمختګ کړی.

خو دا راپور وایي، چې اوس هم په مخ کې ستر خنډونه پراته دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د یوناما د قانون د حاکمیت د څانګې د دفتر مشر میکل هارټمین او د افغانستان د عدلیې د وزیر عبدالبصیر انور سره یو ګډ خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره په افغانستان کې د فساد په اړه د افغان حکومت د هڅو او ستونزو په باب د ملګرو ملتونو د نوي راپور جزئیات شریک کړل.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان د راتلوونکي لپاره باید له فساد سره مبارزه وشي او له منځه لاړ شي.

ښاغلي تدامیچي یاماموتو وویل " د هیواد د راتلونکي لپاره فساد باید په افغانستان کې له منځه یووړل شي.ملګري ملتونه په دې برخه کې لاسته راغلو پرمختګونو ته ښه راغلاست وایي او د فساد سره په مبارزه کې د دولت روان کوښښونه چې د معافیت له منځه وړولو لامل ګرځي، حساب ورکونه او شفافیت تامینوي او د عامه خدماتو، مالي او د طبیعی منابعو د ادارې د اعتبار د بیا راګرځولو سبب ګرځي، په بشپړه توګه ملاتړ کوي".

د ملګرو ملتونو دغه راپور چې " د جګړې بل ډګر " تر عنوان لاندې خپور شوی، د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت هڅې په کې یادې شوي او افغان حکومت ته د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره یو لړ سپارښتنو ته هم په کې ځای ورکړل شوی دی.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په فرمان د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د جوړ شوي عدلي او قضایي مرکز جوړېدل په دې برخه کې یو مهم ګام بلل شوی.

دا مرکز د پراخ فساد جرمونو چې د جزاپه اوسني قانون کې ځانګړي شوي، او همدارنګه د پیسو وینځلو جرمونو، تاریخي آثارو له منځه وړلو او یا پلورلو، د کورني او بهرني امنیت په خلاف جرمونو، د کانونو ناقانونه استخراج، او د ځمکو غصب پر وړاندې جرمونو په برخه کې فعالیت کوي.

ښاغلي تدامیچي یاماموتو وویل ” زه هیله من یم چې له فساد سره د مبارزي په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه او هغه سپارښتنې چې زمونږ په راپور کې راغلي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پالیسیو د لا انسجام او همغږي کېدو لامل شي".

دغه رپوټ چې له خپریدو څخه مخکې د افغانستان وزارتونو او عدلي ارګانونو ته د هغوی د نظر او تایید لپاره لیږل شوی و، په کې ویل شوي چې فساد په افغانستان کې د ژوند ټولې برخې اغیزمنې کړي، په دولتي ادارو یې د خلکو باور لږ کړی او هیواد ته د تلپاتې سولې او هوساینې د راوستلو د کوښښونو په مقابل کې خنډ ګرځیدلي دی.