BBC
 شاته

تونسي ځوان مور ته په ژړا زارۍ کوي چې پښتورګی یې ترې واخلي

علي برني او مور یې د انځور حقوق iknowbro.com
Image caption علي ته په تونس کې له دې امله په درنه سترګه ګوري چې ګواکې د زویولۍ حق یې په ښه ډول ادا کړ.

علي برني نومي تونسي ځوان په یوه ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې خپلې مور ته په ژړا زارۍ کوي چې د هغه پښتورګی ځان ته پیوند کړي خو مور یې نه مني.

د علي مور د پښتورګو ناروغي لري او له ډېره وخته یې د خپل زوی له پښتورګي اخیستو ځکه انکار کاوه چې ګواکې د زوی پر روغتیا به یې ناوړه اغېز وکړي.

کیسه داسې ده چې په یو عربي تلوېزیون پر ټولنیزو، سیاسي او تفریحي پروګرامونو دوه لوري له یو او بل سره د انټرنېټ له لارې مخامخوي.

علي برني غوښتل خپلې مور ته پښتورګی ورکړي، خو مور یې ترې انکار کاوه. علي وپتېیله چې د یاد تلوېزیوني پروګرام له لارې خپله غوښتنه پرې ومني.

د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

"مېړه مې راپسې ټوپک راواخیست چې ولې زامن نه زيږوې؟"

ماشومان باید خپل والدین له خواله رسنیو منع کړي؟

مور یې ځکه ټلوېزیوني خپرونه کې برخه اخیستل ومنل چې په ایټالیا کې له مېشت زوی سره به یې د تلوېزیون پر پرده مخامخ شي. کله چې خپرونه پیل شوه، نو پوه شوه چې زوی یې له ایټالیا نه، بلکې د پردې تر شا له سټوډیو پرلیکه دی.

مور بیا د خپل زوی د پښتورګي له اخیستو انکار وکړ.

هغې نه غوښتل پخپلې اړتیا پوره کولو د زوی روغتیا نیمګړې کړي.

علي په تالار کې د خپرونې ليدو ته له ناستو کسانو هیله وکړه، چې مور یې د ده د پښتورګي منلو ته راضي کړي.

د انځور حقوق iknowbro.com
Image caption هغې نه غوښتل پخپله اړتیا د زوی روغتیا نیمګړې کړي.
د انځور حقوق iknowbro.com
Image caption علي برني پر خواله رسنیو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې مور ته د پښتورګي د ورکړې په چاره کې یې د ده ملاتړ او لاسنیوی کړی دی.
د انځور حقوق iknowbro.com
Image caption په خپرونه کې ناست ډېر کسانو د دغې صحنې په لیدو ژړلې

ناستو کسانو له یوې مخې پر دغه صحنه اوښکې تویې کړې او په یوه خوله یې د علي له موره وغوښتل چې د زوی هیله یې پوره کړي.

علي برني خپلې مور ته د یوه پښتورګي په ډالۍ کولو د میلیونو کسانو زړونه وګټل.

علي پر خواله رسنیو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې مور ته د پښتورګي د ورکړې په چاره کې یې د ده ملاتړ او لاسنیوی کړی دی.

نوموړي ته په تونس کې له دې امله په درنه سترګه ګوري چې ګواکې د زویولۍ حق یې په ښه ډول ادا کړ.

د انځور حقوق iknowbro.com
Image caption د علي مور د پښتورګو ناروغي لري او له ډېره وخته یې د خپل زوی له پښتورګي اخیستو ځکه انکار کاوه چې ګواکې د زوی پر روغتیا به یې ناوړه اغېز وکا.