شاته

افغانستان د سیلانیانو د ښې میلمه پالنې لپاره انستیتوت جوړوي

افغان حکومت د سیلانیانو د ښې میلمه پالنې او لارښونې لپاره مسلکې کسان روزي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د دغه هیواد له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه د لیدنې لپاره هر کال د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه ګڼ شمیر سیلانیان افغانستان ته راځي، چې د دغو سیلانیانو ډیره برخه د با امنو ولایتونو لکه هرات، بلخ، بامیان او کندهار تاریخي ځایونو لیدو ته ځي.

د دې وزارت د ګرځندویه برخې رئیس عبدالخلیل اوریاخیل امریکا غږ ته وویل، چې دوې د سیلانیانو د ښې میلمه پالنې او لارښونې لپاره مسلکي کسان روزي، چې له دوه کاله زدکړو وروسته به د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې بهرني او کورني سیلانیانو ته لارښونه کوي.

ښاغلي اوریا خیل وویل"د ګرځندوې په برخه کې مو د توریزم د برخې انستیتیوت ایجاد کړی دی. چې پلچرخي کې موقعت لري ددې انستیتوت تعمیر نوي فیصده خلاص دی هر کله چې یې کار ختم شو موږ د دوه کلونو لپاره هلته محصلین روزو د سیاحت لپاره،د هوټلداري لپاره او د مهمان داري د معیاري خدمتونو لپاره".

ښاغلي اوریاخیل زیاته کړه چې تیر کال د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو شمیر په ټول افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه تنو ته رسیده. د دغو چارواکو د مالوماتو له مخې په ټوله کې د سیلانۍ له درکه تیر کال افغان حکومت ۲۴ میلیونه افغانۍ عاید درولوده چې د عوایدو دغه کچه اوړم کال ۲۲ میلیونه افغانۍ وه.

افغانستان د ګرځندویه د نړیوال سازمان غړیتوب هم لري او د ګرځندویۍ د صنعت د ودې لپاره یې پنځه کلن ستراتیژیک پلان هم جوړ کړی دی.

په همدې حال کې افغان حکومت د یو نوي اقدام په ترڅ کې غلام نبي فراهي د ګرځندوې په چارو کې د دولت وزیر ټاکلی ترڅو دغې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل دغه نوی وزارت یې ځکه رامنځ ته کړی چې د ملي یوالي حکومت د ګرځندویي برخې ته جدي پام لري او هڅه کوي، چې له افغانستان څخه د لیدنې لپاره دغه هیواد ته سیلانیان رامات کړي.

ښاغلي مینه پال وویل"موږ داخلي سیلانیان هم لرو،په نړې کې ګرځندویه ادارې چې جوړیږي هدف یې دا نه وي چې یوازې بهرني سیلانیان تنظیم کړي بلکې په کور دننه سیلانیان هم تنظیم کړي.او هیوادونه ډیر زیاد عواید له داخلي او خارجي سیلانیانو څخه لاسته راوړي نو د دغه موخو د لاسته راوړنو لپاره دا اقدام شوی."

د جگړې له کلونو مخکې افغانستان د سیلانیانو لپاره یو امن هیواد وو او زیات شمیر بهرنیو سیلانیانو به له دغه هیواد څخه لیدنه کوله، خو د خلکو په اند په دغه هیواد کې اوږد مهالې جګړې د نورو برخو په څیر د سیلانۍ برخه هم زیانمنه کړې او دغه هیواد ته یې د سیلانیانو د تګ راتګ مخه نیولې ده.