د روسیې هوايي شرکت خدمې؛ ډنګرې ښې دي که چاغې؟
د روسیې هوايي شرکت "ایروفلاټ" له خپلو ځینو هغو خدمو سره هغه قضايي شخړه مخته وړي، چې په دې اداره کې د کارکوونکو ترمنځ په "جنسیتي" توپیر تورن شوی دی.
په مسکو کې محکمې هغه قضايي دعوه رد کړې، چې د شرکت یوې خدمتګارې ایرینا لیریسالیمسکایا وړاندې کړې وه، خو نوموړې د استیناف غوښتنه کړې وه.
دا په روانه اونۍ کې دا ډول دویمه قضیه ده چې ردېږي.
'بهرني عوامل' د الوتکې غورځیدو لامل شوي دي
د نجلۍ زیږېدو کې د الوتکې د خدمې همکاري
یادې خدمتګارې ادعا کړې، چې اداره هغه خدمتګارانې غوره ګڼي چې "ډنګرې وي او ظاهري څېره یې تر نورو هغو زړه راښکونکې وي". په دې دعوا کې د بشري حقونو مدافعو ډلو هم د هغې ملاتړ کړی دی.
خو یاد شرکت ټینګار لري د ډېر لوړ قد لرونکې او چاغې خدمې غوره نه ګڼي، ځکه چې د څوکیو پرسر د توکو اېښودو کې له مسافرو سره د هغوی د کالیو او توکو په سمبالښت کې ښه مرسته نه شي کولای.
د شرکت یوه استازي د محاکمې پرمهال وویل، په دې شرکت کې له خدمتو غوښتل شوي چې وزن یې کم وي، ډېرې جګې ونې هم ونه لري او یوډول جامې واغوندي.
په پام کې ده چې د روسیې محکمه به د ځینو خدمتو په یوشمېر ورته مسلو هم بیا غور وکړي.
د شرکت یوه چارواکي ویلي "ډېر وزن لرونکې خدمې د الوتکې د څوکیو منځ کې خوځېدو او تلو کې ستونزه لري او د مسافرو سمه پالنه او خدمت نه شي کولای."
د روسیې "ایروفلاټ" هوايي شرکت د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته ډېره وده او پرمختګ وکړ، چې د مسافرو د خدمت او له هغوی سره په چلند کې نېک نوم لري.
د "فایننشل برېنډ" په نوم مؤسسې "ایروفلاټ" شرکت په روانه اونۍ کې د روسیې د قوي سوداګریز نښان لرونکی شرکت بللی دی.
د روسیې کومرسانټ خبري وېبپاڼېویلي، "ایروفلاټ" د خپلو خدمو د جامو تر ټولو لویه کچه ۴۸ ټاکلې د (چې دا په بریتانیا کې ۱۶، په جرمني کې ۴۲ او په امریکا کې ۱۴ ده).
د ییوجینیا مګورنیا په نامه یوې خدمتګارې شکایت د جمعې په ورځ رد شوی. د هغې د جامو اندازه ۵۲ وه.
محکمه کې تر څرګندېدا وړاندې نوموړې بي بي سي ته وویل، شرکت هغه په تېر پسرلي کې د روسیې د ننه د شپې مهال الوتنو ته لېږدولې او له نړیوالو الوتنو منع شوې ده:
"په اکتوبر میاشت کې زما تنخا ډېره راټیټه شوه، ښايي له دې کبله چې زه د ایروفلاټ له معیار سره برابره نه وم".