BBC
 شاته

پاکستان کې سياسي کړکېچ

پاکستان کې د پاناما پاڼو د قضيې په اړه د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د دغه هېواد قومي اسمبلۍ او سېنېټ يا مشرانو جرګه کې مخالفو ګوندونو د لومړي وزير نواز شريف پر وړاندې احتجاج ته زور وړرکړی او له دندې يې د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ګوتڅنډنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به پلازمېنه اسلام اباد کې لاريون کوي.

د پاکستان سترې محکمې پرون پنجشنبه د دغې قضيې په اړه د لا نوروپلټنو امر وکړ، خو ويې ويل چې له دندې د لومړي وزير شريف لرې کولو لپاره پوره بېلګې نه وې.