BBC
 شاته

سولې جام کرېکټ سیالۍ کابل زلمیانو وګټلې

د انځور حقوق ACB
Image caption دغه سيالۍ د تېرې اونۍ پر دوشنبې ورځ د شپږو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې وې

د افغانستان د سولې جام کرکټ سیالۍ نن د کابل زلميانو لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د تېرې اونۍ پر دوشنبې ورځ د شپږو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې وې. د دغې لړۍ وروستۍ لوبه د وزيرزي او کابل زلميانو لوبډلو تر منځ نن وشوه.

د کوڅو، سړکونو او پارکونو کرېکټ

د کرېکټ نړیواله شورا شهزاد په موقت ډول له لوبو منع کوي

په نننۍ او وروستۍ لوبه کې لومړی وزیرزي لوبډلې لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۷۹ منډې جوړې کړې. په ځوابي لوبه کې کابل زلميانو وکولای شول په ورته شمېر منډې جوړې کړي.

لوبه د سوپراوور يا اضافي اوور لوبولو ته لاړه چې هلته کابل زلميانو لوبډلې خپله سياله لوبډله ماته کړه.

په سوپر اوور کې کابل زلمیانو د شپاړلسو منډو هدف وټاکه، چې وزیر زی لوبډله و نه توانېده، هدف تر لاسه کړي. دوی یوازې اته منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption شهزاد دغې ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه درلوده. د لوبې پچه د وزیرزي اتلانو لوبډلې وګټله او توپوهنه یې وکړه. د دغې لوبډلې له لوري شهزاد محمدي ۱۱۵ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د کابل زلمیانو له لوري نجیب ترکي ۵۹ او جاوید احمدي ۴۳ منډې جوړې کړې. د وزیرزي اتلانو توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۳ لوبغاړي وسوځول. شهزاد محمدي د دغې لوبې او د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.