BBC
 شاته

د مصر مخکینی مفتي له مرګوني برید روغ رمټ وتلی

علي جمعه
Image caption علي جمعه شاوخوا ۱۰ کاله د مصر مفتي پاتې شوی، خو په ۲۰۱۳ کال یې د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ پرمهال د عمر د لوړوالي له کبله دنده پرېښوده.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پلازمېنې جنوبي الجیزه ولایت کې د جمعې لمانځه ته د تلو پرمهال د مصر پر مخکیني مفتي علي جمعه برید شوی، خو روغ رمټ ترې وتلی دی.

برید د نوموړي کور ته څېرمه شوی.

د وزارت د مطبوعاتي برخې یوه چارواکي ویليو ناپېژانده وسله وال په یوه بڼ کې پټ شوي وو او پر ښاغلي جمعه یې ډزې وکړې، خو نوموړی روغ رمټ ترې ووت.

سرچینه وايي: ''له نوموړي سره مل ساتونکو له وسله والو سره ډزې هم تبادله کړې چې بالاخره تښتېدلي دي''.

په ډزو د یوه ساتونکي پښه لږ خوږ شوې ده.

د دغه برید پړه په مصر کې د 'سواعد مصر - حسم' په نامه یوې ډلې منلې ده.

یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید یې ځکه بشپړ نه کړ، چې په سیمه کې ولسيو ګړي هم وو.

دا ډله ایله څو اونۍ وړاندې راڅرګنده شوې ده چې پخوا یې الفیوم ښار کې د یوه جګپوړي پولیس د وژلو پړه منلې وه.

علي جمعه شاوخوا ۱۰ کاله د مصر مفتي پاتې شوی، خو په ۲۰۱۳ کال یې د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ پرمهال د عمر د لوړوالي له کبله دنده پرېښوده.