د ولسمشر اوباما لور رستورانت کې دنده پیل کړې
امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د ولسمشر بارک اوباما لور ساشا اوباما په یوه رستورانت کې د دندې لپاره د سپینې ماڼۍ راحت او ارام پرې ایښي دي.
۱۵ کلنې ساشا ماساچوسټس ایالت کې د کبانو پخولو یوه رستورانت کې مشتریانو ته د خوړو وړاندې کولو دنده پیل کړې.
ساشا چې بشپړ نوم نتاشا کاروي رستورانت ته د تلو پر مهال وروسره د څارګرې ادارې کارکونکو شپږ کسیزه ډله مله وي.
اوباما کورنۍ دغه ښار کې ډېری مهال دوبنۍ رخصتي تېروي.
په تصویرونو کې د ولسمشر کشره لور داسې حال کې لیدله کېږي، چې د رستورانت کالي یې اغوستي، چې اودي ' اسماني ' رنګه کمېس دی، خولې یې پر سر ده او د خپلو نورو همکارانو تر څنګ خدمت کوي.
د نوموړې یوه همکار ' هیرالډ ' ته ویلي ساشا د رستورانت هغې برخې کې دنده تر سره کوي، چې مشتریان خواړه له ځان سره بهر ته وړي:
'' موږ لومړی حیران وو، چې ولې شپږ کسان له دغې نجلۍ سره مرسته کوي، خو وروسته پوه شوه، چې دا څوک ده.''
سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو د ولمسشر مېرمنې مېشل اوباما ویلي و، چې هڅه کوي د امکان تر حده یې دواړه لوڼې عادي ژوند وکړي.
ویل کېږي بهر ته د مشتریانو لخوا د خوړو لېږدولو برخې کې پر دندې سربېره ساشا اوباما میزونو ته د مشتریانو لارښوونې او د غرمنۍ لپاره د رستورانت پرانیستلو کې هم مرسته کوي.
کله چې د ولسمشر لور رستورانت کې د سیلانیانو ته د ډوډۍ ورکولو دنده تر سره کوي د هغې ساتونکي له رستوزانت نه بهر یوه لوی موټر کې او یا هم د رستورانت میزونو تر شا د ناستې حال کې لیدل کېږي.