BBC
 شاته

مصر: د 'اسلامي دولت' سیناء ولایت مشر وژل شوی

په ۲۰۱۳ کال سیناء کې د انصار بیت المقدس جنګیالي په یوه جنازه کې Image copyright AFP
Image caption په ۲۰۱۳ کال سیناء کې د انصار بیت المقدس جنګیالي په یوه جنازه کې

د مصر پوځ وايي، په سینا ولایت کې یې د ''اسلامي دولت'' ډلې د څانګې مشر له ډېرو نورو جنګیالیو سره یو ځای په هوايي بریدونه کې وژلی دی.

مصري پوځ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې ابو دعاء الانصاري د شمالي سینا په ''العریش'' ښار کې په نښه شوی دی.

د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې پینځه څلوېښت نور جنګیالي هم وژل شوي او د وسلو او مرمیو زېرمتونونه یې ویجاړ شوي دي.

د مصر پوځ په سینا کې د ''اسلامي دولت'' ډلې څانګه په خپل پخواني نوم ''انصار بیت المقدس'' یادوي. دغې ډلې د مصر د پوځ ادعا نه ده تایید کړې. دا ډله له تېرو څو کلونو راهیسې په دې سیمې کې بریدونه کوي.

کابو دوله کاله وړاندې له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سره تر بیعت کولو وروسته، انصار بیت المقدس خپل نوم د ''سیناء ولایت'' پر ډلې اړولی دی.

دغې سخت دریځې ډلې د سیناء په شمال کې د مصر پر پوځ او امنیتي پوستو د بریدونو مسؤولیت منلی دی.

د مصر پوځ په سیناء کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

سیناء له څو کلونو راهیسې د وسله والو ډلو او اسلامپالو عناصرو د کړنو شاهده ده.

هلته د مصري ولسمشر محمد مرسي له پرځېدو وروسته د پوځ او پولیسو پر بنسټونو پراخ بریدونه شوي دي.

Image caption د سیناء العربیش ښار کې وروستیو کې د ''اسلامي دولت'' د خونړیو بریدونو شاهد و